د سياسي چارو کارپوه وحيد مژه وژل شوی
۱۳۹۸ آبان ۲۹, چهارشنبهد افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي، د وحيد مژده د وژل کيدو خبره تائید کړه. هغه له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «نن ماښام شا او خوا پنځه بجې د افغانستان د سیاسي چارو شنونکي وحید مژده چې غوښتل یې د ماښام د لمانځه د ادا کولو له پاره د روسیې سفارت ته څیرمه مسجد ته ورشي، د دوو موټر سایکل سپرو له لوري په ډزو ووژل شو.» د کورنیو چارو وزارت وایي چې دغه قضیه د پولیسو تر څیړنې لاندې ده.
وحید مژده د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په بهرنیو چارو وزارت کې کار کاوه او په ۲۰۰۱م کال کې د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو د بریدونو په پایله کې د طالبانو تر سقوط وروسته د افغانستان په رسنیو کې د سیاسي او طالبانو د چارو د شنونکي په توګه راڅرګندیده.
تر اوسه هیڅ کوم کس یا ډلې د دغه وژنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی. په وروستیو کې په کابل او یو شمیر نورو ولایتونو کې د اشخاصو د ترور کیدو پيښې زیاتې شوي دي.