1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سويلي آسيا په مدرسو کي جسماني سزاؤ ته تمايل

۱۴۰۰ فروردین ۸, یکشنبه

د ناوړه چلن د مخنيوي د زياتو هڅو سربيره د بنګله دېش، هند، پاکستان او افغانستان په تعلیمي ادارو کي د زده کوونکو سره تاوتريخوالی کيږي. وکيلان وايي چي د مخنيوي له پاره شته قوانين هم ناکافي دي.

https://p.dw.com/p/3rICG
Pakistan Madrassa
په زياتو مدرسو کي مخکي له مخکي تعريف سوی نصاب موجود نه ويانځور: picture alliance/dpa/A. Soomro

په نژدې ورځو کي د بنګله دېش په يوه مدرسه کي د يو استاد له لوري د يو ۸ کلن ماشوم په بې رحمۍ د په چلاخه وهلو ويډيو په خواله رسنيو کي لاس پر لاس سوه. د سويل ختيځ له بندري ښار چناکانګ څخه دغه ويډيو ټول بنګله دېش ته ټکان ورکړ چي په نتيجه کي يې یاد استاد د پوليسو لخوا ونيول سو. خو په مدارسو کي د زده کوونکو وهل ټکول او ورته جسماني سزا ورکول کومه غير عادي خبره نه ده.

د يونيسيف په حواله د ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ ميلادي کالونو تر منځ په تر سره سوې يوه نظر پوښتنه کي رابرسېره سوې وه چي په بنګله دېش کي تر ۱۴ کلونو عمر لرونکو زده کوونکو څخه ۸۰ سلنه يې له «تشدد څخه ډکو سزاو» سره مخامخ کيږي. د يادي نظر پوښتني پايلو څرګنده کړې وه چي ۷۴،۴ سلنه ماشومانو رواني تشدد تجربه کړی دی. ۶۵،۹ سلنه ماشومانو ته جسماني سزا ورکول سوې چي پکښي ۲۴،۶ سلنه يې داسي ماشومان ول چي په لوړه اندازه سخته جسماني سزا يې ليدلې وه.

«سزا ليدونکي ماشومان په بلوغت کې تاوتريخوالي ته زيات تمايل لري»

په نظر پوښتنه کي څرګنده سوې وه چي له مسؤل کسانو څخه ۳۳،۳ سلنه يې په دې نظر ول چي د ماشومانو په روزنه کي جسماني سزا ضروري ده. د سروې يوه بله موندنه دا وه چي هغه ماشومان چي د بې وزلو او له تعليم څخه ليري کورنيو سره تړاو لري، د هغوی د جسماني سزا تجربه کولو امکانات زيات وي. دغه نظر پوښتنه چي په دولتي ښوونځيو او مدارسو کي تر سره سوې وه پکښي د ښوونځيو او مدارسو تر منځ د سزاؤ د تناسب معلومات نه دي وړاندي سوي.

د رواني روغتيا کارپوه هلال الدين احمد وايي چي په مدرسو کي د ښوونځيو په پرتله د جسماني سزا ورکولو تمايل زيات وي. هغه زياتوي چي د رواني او جسماني کړاؤ تجربه لرونکي زده کوونکي زيات وختونه د احساس کمتري او رواني ستونزو سره مخامخ کيږي. د دغه کارپوه په وينا دا ډول سزاوي د ماشومانو د سالم رواني پرمختګ خنډ ګرځي. د هغه په وينا «سزا ليدونکي ماشومان په بلوغت کې تاوتريخوالي ته زيات تمايل لري».

په بنګله دېش کي و ماشومانو ته د جسماني تاوتريخوالي رسولو په بدل کي د سزا ورکولو قانون موجود دی خو د بشري حقونه وکيله عشرت حسن وايي چي دغه قانون بايد داسي تعديل سي چي په ښوونځيو کي هم د عملي کیدو وړ وګرځي.

په پاکستان کي د زده کوونکو مړيني

په پاکستان کي هم زيات شمير زده کوونکي د خپلو استادانو له خوا د تاوتريخوالي سره مخامخ کيږي. محمد افضل يو له هغو پلرونو څخه دی چي په مدرسه کي د وهلو ټکولو په نتيجه کي يې زوی له لاسه ورکړی دی. هغه وايي چي د ۲۰۱۹ کال د فبرورۍ هغه ورځ به يې هيڅکله هيره نه سي کله چي د هغه زوی جنيد افضل د مدرسې د ښوونکي له لوري په وهلو ټکولو کي ووژل سو. هغه وايي چي په دې هيله يې زوی له کور څخه مدرسې ته لېږلی ؤ چي «د قرآن پاک زده کولو وروسته به کور ته راسي.» هغه وايي چي کله چي يې د زوی مړی ورته ورسېد نو د هلک ټول بدن د وهل کېدلو له کبله تک شين ؤ.

افضل وايي چي درې مياشتي يې هلي ځلي وکړې تر څو پوليسو د هغه د زوی د مړيني او د مدرسې د مولوي د مدعي په توګه ثبتولو ته چمتو والی وښود.

په ۲۰۱۸ کال د پاکستان په کراچي ښار کي د مدرسې د يو استاد له خوا د وهلو ټکولو په نتیجه کي د يو ۸ کلن هلک د وژلو خبر خپور سوی ؤ. د پاکستان په مدرسو کي د ماشومانو د وهل او ټکول کېدلو زياتي ويډيوګاني هم پر انټرنټ خپرې او لاس پر لاس سوي دي.

تيره مياشت د پاکستان پر جسماني سزا د بنديز لګولو يو پرېکړه ليک تصويب کړ. خو د دغه هيواد د بشري حقونو د کميسيون رئيس، مهدي حسن وايي چي حکومت له مذهبي مشرانو او سياسيونو څخه ويره لري او له دې کبله په دغه موضوع کي و قاطع اقداماتو ته زړه نه ښه کوي.

د هند او افغانستان په مدرسو کي هم و زده کوونکو ته د جسماني سزا ورکولو دود عام او پخوانی دی. زيات شمير افغان مور او پلار خپل بچيان پاکستان ته ليږي چي هلته په مدرسو کي زدکړي وکړي. زيات وختونه دغه ماشومان هم په مدرسو کي له تاوتريخوالي سره مخامخ کيږي او ورڅخه يو شمير يې د افغانستان د حکومت په وينا و وسله وال توب ته هڅول کيږي.

ع. ا. / ا.ا./ا.خ.ح.
 

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور: