د سولې خبرو بیا پیلیدو په موخه نوې هڅې روانې دي
۱۳۹۸ خرداد ۲۰, دوشنبهد افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، ویلي دي چې د دوشنبې په ورځ به په کابل کې يوه غونډه وکړي چې د افغانانو تر منځ د سولې خبري پیل شي. هغه ویلي دي چې دغه ډول مذاکرات د افغانستان د ۱۸ کلنې جګړې د حل له پاره اړین دي.
که څه هم طالبان له میاشتو راهیسې د قطر په پلازمینه دوحه، او د روسیې په مسکو ښار کې له امریکایي استازو او افغان سیاستوالو سره ویني، خو دغه ډله له دې انکار کوي چې له افغان حکومت سره د مذاکراتو پر میز کښیني. طالبان د کابل حکومت د بهرنیو لاسپوڅی بولي خو د ولسمشر محمد اشرف غني، اداره بیا ټینګار کوي چې د سولې هر ډول مذاکرات باید د افغانانو تر منځ او د هغوی په مشرۍ وي چې په پایله کې یې په افغانستان کې باثباته سوله رامنځ ته شي.
له بلې خوا بیا طالبانو په وروستیو وختونو کې خپلو بریدونو ته هم زور ورکړی دی او څه نا څه هره ورځ افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړوي. دغه ډله اوس د افغانستان څه نا څه نیمایي برخه کنترولوي او یا هم پرې نفوذ لري.
له بلې خوا بیا یو شمیر افغان او پاکستاني چارواکي په اسلام آباد کې سره ویني چې د دیپلوماتیکو، پوځي او استخباراتي معلوماتو د شریکولو په برخو کې د همکارۍ لارې چارې وموندي.
(ms/bs (ap