«د سولې بين الافغاني مذاکرات به په یوه اوونۍ کې پيل شي»
۱۳۹۹ مرداد ۲۰, دوشنبهپه قطر کې د وسله والو طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين د فرانسې خبري آژانس ته ويلي: «زموږ دريځ روښانه دی که چیرې پاتې زندانيان آزاد شي نو موږ چمتو يوو په يوه اوونۍ کې بين الافغاني خبرې پيل کړو.» هغه زياته کړه چې د خبرو لومړی پړاو به د قطر په پلازمينه دوحه کې درسره شي.
د سولې مشورتي لویې جرگې د يکشنبې په ورځ د طالبانو د پاتو ۴۰۰ زندانيانو د آزادولو پريکړه وکړه. په دې توگه د بين الافغاني خبرو اترو د پېليدو په لار کې پروت ستر خنډ له منځه يوړل شو.
د افغانستان د سولې له پاره د امريکا متحده ايالاتو ځانگړي استازي زلمي خليلزاد د سولې د مشورتي لويي جرگې پريکړه ستايلې ده. نوموړي پر تويتر ليکلي دي: «د دې زړور گام سره له څلويښتو کلونو وروسته د سولې د تامينولو له پاره يو تاريخي فرصت ممکن شوی، داسې يو فرصت چې د ټولو افغانانو په گټه دی او د سيمې په ثبات او نړۍ په امنيت کې به رول ولوبوي.»
خليلزاد او د افغان حکومت يوې سرچينې د دوشنبې په ورځ (د اگست ۱۰ نيټه) ويلي دي چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ به د سولې خبرې اترې په يوه اوونۍ کې په قطر کې تر هغه وورسته پيل شي چې د طالبانو پاتې ۴۰۰ زندانيانو هم آزاد شي.
یوې حکومتي سرچينې رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چې ولسمشر محمد اشرف غني به نن، دوشنبه د ورځې په اوږدو کې د طالب زندانيانو د آزادولو فرمان لاسليلک کړي.
د يادې سرچينې له خوا زياته شوې: «ټول دې ته سترگې په لار دي چې ولسمشر غني دغه فرمان لاسليک کړي. اصل پلان دادی چې د چهارشنبې په ورځ [حکومتي پلاوی] دوحې ته سفر وکړي او بيا خبرې د يکشنبې په ورځ پيل شي.»
زلمي خليلزاد چې په فيبرورۍ میاشت کې له طالبانو سره يوه تړون ته رسېدلی وو، د دې تازه پرمختگ هرکلی کړی دی. نوموړي د تويتر له لارې وويل: «موږ هیله لرو چې په راتلونکو څو ورځو کې د زندانيانو د آزاديدو بهير بشپړ شي او بيا دوحې ته د حکومت مذاکراتي پلاوی سفر وکړي او تر هغه وروسته ژر تر ژره بين الافغاني خبرې پيل شي.»
طالبانو د خپلو وروستيو ۴۰۰ بنديانو د آزاديدو خبره د سولې په مذاکراتو کې د گډون د شرط په توگه مطرح کړې وه. خو افغان حکومت د دې زندانيانو چې ويل کيږي ځينو یې په تاوتريخوالي کې لاس درلود، د آزادولو په اړه زړه نا زړه وو.
bs/nz (AFP, Reuters)