محمد اسماعیل شاکر/ کابل۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۸, شنبهقطر کې د طالب او امریکايي استازو ترمنځ د شپږم پړاو خبرو وروسته امریکایي ديپلوماتانو په افغانستان کې د ټاکنو په تر سره کیدو هم ټینګار کړی دی. د افغانستان د سولې د چارو له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل یوه وروستي ټویټ کې ویلي دي، په داسې حال کې چې د سولې له پاره کار کیږي، د ټاکنو له پاره باید چمتووالی ونیول شي.