1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سعودي په کنفرانس کې د افغانستان غوښتني

۱۳۹۷ تیر ۲۰, چهارشنبه

په جده او مکه کي د افغانستان په اړه کنفرانس کې چي د ۵۷ هيوادونو عالمان راټول شوي دي، افغان چارواکي تمه لري چې اسلامي نړۍ به د افغانستان جګړه نارواه وبولي. خو په کنفرانس کې په دې اړه تر اوسه څه ويل سوي نه دي.

https://p.dw.com/p/31G3S
Saudi Arabien (OIC) Frieden Konferenz für Afghanistan
انځور: DW/K. Omyed

دغه دوه ورځنی کنفرانس چې د اسلامي هيوادونو د همکاریو سازمان له خوا جوړ شوی دی لومړۍ ورځ يې په جده او نن دوهمه يې په مکه مکرمه کې ده. د کنفرانس پايلي به نن چهاشنبې (۲۰۱۸م کال د جولای ۱۱مه) په مکه کې تر کنفرانس وروسته اعلان شي.

افغان حکومت د جدې کنفرانس ته د افغانستان د جګړې د ختمېدو په موخه اته وړاندیزونه وکړل تر څو طالبان سولې ته حاضر او په مکه کې ورسره خبرې وشي.

د افغانستان د عالمانو شورا مشر قیام الدین کشاف دې غونډې ته وویل چې د اسلامي همکاریو سازمان باید د افغانستان د جګړې په اړه خپل دریځ روښانه کړي.

د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان سکرټر جنرال یوسف بن احمد العثمین افغان پلاوي ته ډاډ ورکړ چې یاد سازمان به د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو له پاره په نړیواله او سیمه ییزه توګه خپل ملاتړ ونه درېغوي: «زه د اسلامي همکاریو سازمان په استازولی په افغانستان کې د سولې او ثبات رامنځ ته کېدو له پاره کلک ژمن یم».

تر دې وړاندې د حرمین مفتي شېخ عبدالرحمن سدیس هم په افغانستان کې جګړه یوه وژونکې جګړه بللې او د افغانستان د حالت ښه کېدو له پاره یې هم دعا کړې وه.

د افغانستان وړاندیزونه

افغانستان د اسلامي همکاریو سازمان له هېوادونو څخه اته غوښتنې کړې دي چې په هغو کې مهمې د افغانستان په جګړه کې له دواړو خواو د اوربند او سولې غوښتل، طالبان حرمینو ته د خبرو له پاره رابلل، د افغانستان د جګړې په اړه د اسلامي هيوادونو د همکاريو سازمان د دریځ روښانه کول او له همدې کنفرانس څخه د یوه داسې پلاوي ټاکل چې له طالبانو سره خبرې وکړي.

د افغانستان د عالمانو شورا غړي شفیق صمیم له عربستان څخه غوښتنه وکړه چې طالبان حرمین ته راوغواړي او د افغانستان د سولې پر سر د خبرو اترو زمینه برابره کړي.

هغه وویل: «د سعودي پاچا عاليقدر سلمان بن عبدالعزيز او د سعودي عربستان له حکومت څخه هيله کوو چې د سولي مذاکراتو له پاره دې طالبان حرمينو ته دعوت کړي».

دې کنفرانس ته د افغانستان يوه گاونډي هيواد ایران ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې. خو بل گاونډۍ هيواد پاکستان څخه چې ۱۵ دیني عالمان رابلل شوي و یوازې ۱ کس ورغلی دی.