1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د زلزلې د قرباني کورنيو بې سرپرته ماشومانو برخليک به څه وي؟

۱۴۰۱ تیر ۶, دوشنبه

د ملګرو ملتونو په حواله د افغانستان په جنوب ختیځ کې په زلزله کې د وژل شويو ماشومان شمير ۱۵۵ تنو ته لوړ شوی دی. همدا راز يو شمير ماشومان بې سرپرسته شوي هم دي چې د راتلونکي په اړه یې اندېښنې شته.

https://p.dw.com/p/4DJTy
Afghanistan | Erdbeben
انځور: Ali Khara/REUTERS

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې اوچا د يکشنبې په ورځ ويلي دي چې د افغانستان د وروستۍ خونړۍ زلزله په ترڅ کې نور ۲۵۰ ماشومان ټپيان شوي هم دي. دغه زلزلې چې د ريشتر په مقياس یې اندازه ۶،۱ ښوولې شوې وه، د خوست او پکتيکا په غرنيو سيمو کې یې سخت زيان ارولې دی.

تر ټولو ډېر ماشومان د پکتيکا په ګيان ولسوالۍ کې چې سخته ويجاړه شوې ده، وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر  د هغو ماشومانو شميره هم په ډاګه کړې ده چې د زلزلې له امله یې د کورنۍ ټول غړي او يا مور او پلار له لاسه ورکړي دي. ياد دفتر د دغو ماشومانو شمير ۶۵ ښوولی دی. دغه ماشومان چې دمګړۍ د خپلو خپلوانو په کورونو کې ژوند کوي، برخليک یې د اندېښنې وړ دی.

د زلزلې په ترڅ کې په ګيان ولسوالۍ کې يو داسې بې سرپرسته ماشوم هم شته چې اوه او يا اته کاله عمر لري، او د مور او پلار په ګډون یې د کورنۍ ټول ۹ غړي وژل شوي دي.

د ګيانې ولسوالۍ يوه تن اوسيدونکي اسدالله ارين، له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې د دغه ماشوم برخليک معلوم نه دی چې اوس چيرته دی. هغه زياته کړې چې د دې ډول ماشومانو شمير کم نه دی.

همدا راز يو بل ماشوم چې د کورنۍ ټول نارينه غړي یې وژل شوي دي، د کورنۍ يو مشر یې په عربي اماراتو کې دی او اوس یې هېواد ته ستنېدو هوډ کړی دی څو د دغه ماشوم کفالت پر غاړه واخلي.

د سيمې يوه قومي مشر محمد علي ځدراڼ، له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «د هغو ماشومانو چې بې سرنوشته پاتې دي او اوس د خپلوانو په کورونو کې ژوند کوي، د هغوی راتلونکی نامعلوم دی. د دوی راتلونکی تياره دی. هغوی ته بايد پام وشي.»

نوموړی زياتوي چې دمګړۍ خو هر څو له دغو ماشومانو سره خواخوږی ښیي، خپلوان او نور خلک هم. خو راتلونکي ته یې باید پام وشي.

ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ ويلي دي چې هڅه کوي هغه ماشوم بيرته له خپلو کورنيو سره يوځای کړي چې تر زلزلې وروسته د ګډوډۍ په ترڅ کې له کورنیو جلا شوي دي. دې بنسټ همدا راز ويلي دي چې په ګیان ولسوالۍ کې یې د هغو ماشومانو له پاره چې د ناورين پر ترڅ کې ډېر ويريدلي، د وړيا رواني مرستو د رسولو له پاره کلينکونه رامنځته کړي دي.

د سيمې اوسنی وضعيت

دغه قومي مشر وويل چې د پکتيکا برمل او ګيان ولسواليو کې وضعيت د پخوا په پرتله اوس نسبتاً ښه شوی دی او د خوراکي توکو او لومړنيو اړتياو ستونزه تر يوه حده حل شوې ده. خو هغه زياتوي چې د سړک، کلينک او ښوونځي ستونزې اوږد مهاله دي. 

ځدراڼ زياته کړې چې دوی دمګړۍ د هغه ۱۲ ميليونو افغانيو په حدودو کې مرسته چې د کابل په سرای شهزاده کې راټول شوې ده، د انتقالولو په حال کې دي. هغه وويل چې دا مرسته یې يو څه د نغدو پيسو او نوره د توکو په شکل ده.

د مرستو رسولو پر بهیر د زلزله ځپلو نیوکې

واک ته د طالبانو تر رسېدو او له هېواد څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته بهرنۍ مرستې له يوه سره ودرېدې. اوس په داسې حال کې چې لوږه، بې وزلي او اقتصادي سقوط دغه هېواد ګواښی، تازه زلزله به د کابل د حکومت د مرستې وړتياوو او د نړيوالې ټولنې مرستې ته د چمتووالي له پاره يوه آزموينه ده.

د لوېديځ هېوادونه چې طالبان په رسميت نه پيژني له دوی څخه د يوه ټولشموله حکومت د جوړولو او بشري حقونو ته د درناوي غوښتنه کوي. خو پر دې محدوديتونو سره سره طالبانو له نړيوالې ټولنې د مرستې غوښتنه کړې ده.

 په افغانستان کې سخته زلزله؛ اغېزمنو ته مرستې څنګه رسیږي؟

د افغانستان طالب واکمنانو په زلزله کې د وژل شويو شمير ۱۱۵۰ تنه ښوولی دی، په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو بيا په زلزله کې د وژل شويو شمير يو څه ټيټ يعني ۷۷۰ ښوولی دی خو ويلي یې دي چې دغه شمير ښايي لوړ شي.

ب. ص/ ن . ز (AP, DW Pashto)