1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مرستو رسولو پر بهیر د زلزله ځپلو نیوکې

امید دیدار
۱۴۰۱ تیر ۶, دوشنبه

د پکتیکا ولایت اوسېدونکي وايي چې له شدېدې او مرګونې زلزلې وروسته په افغانستان کې د طالبانو حکومت، نړیوالو او بېلابېلو خیریه بنسټونو مرستې کړي؛ خو د ناسم مدیریت له امله ډېر اړمن کسان له مرستو پاتې کېږي.

https://p.dw.com/p/4DJ29
Afghanistan Erdbeben | Zerstörungen in Paktia Kot
انځور: AFP/Getty Images

دوی وايي، ډېر شمېر قرباني کورنیو آن تر اوسه پورې هم هېڅ ډول مرسته نه ده ترلاسه کړې؛ خو پر ځای یې هغوی ته پیسې او نور مواد ویشل شوي دي چې هېڅ ډول زیان نه دی ور اوښتی.

د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ یو اوسېدونکی کوثر چې دغې زلزلې کې یې پلار هم مړ شوی وايي، د مرستو مدیریت سم نه دی او تر ډېره د اړمنو پر ځای نورو کسانو ته ویشل کېږي.

هغه وايي، که څه هم د طالبانو حکومت ورته ډاډ ورکړی چې د مرستو بهیر به په رڼه ډول مخته وړي؛ خو د دې ټینګار باوجود هم ډېرو کورنیو په ځلونو مرستې اخستي؛ خو ډېرو اړمنو ته لا تر اوسه یو ځل مرسته هم نه ده ورکړل شوې.

Afghanistan | Erdbeben
انځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/ Getty Images

نوموړی وايي: «ډېره مرسته راغلې او نوره هم راروانه ده؛ خو هغه کورنیو ته چې شهیدان یې ورکړي، زخمیان لري، دومره هغوی نه ده اخستې؛ خو هغوی چې نه زخمیان لري نه شهید لري هغوی ته ورکړل شوې ده. ما خپله هم همداسې کورنۍ ولیده چې هېڅ شهید یې نه درلود، د شهید پیسې یې ورته ورکړې.»

دی چې پلار یې هم دې زلزله کې مړ شوی وايي، تر اوسه د وژل شوي په نوم جلا شوې پیسې نه دي ورکړل شوي؛ خو د خیریه بنسټونو له لوري یې یوه اندازه مرسته تر لاسه کړې ده.

کوثر وايي، اړمنو کسانو ته د مرستو نه رسېدنې لامل د خلکو او سیمې سره نابلدي او دغلطو لستونو برابرول دي.

نوموړی وايي: «د مرستې کسان چې راشي داسې نفر ورسره وي، چې یا یې ملګری وي یا یې پېژني هغوی یې داسې کلي ته بوځي چې هېڅ زیان یې نه وي لیدلی.»

Afghanistan | Erdbeben
انځور: Ali Khara/REUTERS

د ګیان ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی مجنون چې په کور کې یې څلور کسان ټپیان شوي او اوس د پکتیا په ګردیز کې له خپلو ټپیانو سره دی، د مرستو پر بهیر نیوکه کوي وايي، د سم مدیریت نه شتون له امله د مرستو رسولو بهیر کې ستونزې دي او لا هم داسې کورنۍ شته چې هېڅ ډول مرستې نه دي ور رسېدلي.

نوموړی وايي: «کومه پوښتنه چې له ملګرو او انډیوالانو کوم، دوی وايي، سم مدیریت نه شته، خیریه بنسټونو والا یا نور څوک چې راځي، ځینو کلیو ته ورکول کېږي او ځینې پآتې کېږي. ځینو کسانو پنځه ځل اخستې او ځینو آن یو ځل نه ده اخستې د سر پنا له پاره یوه خېمه نه ده ورکړل شوې، دا خبره سمه ده.»

پر پکتیکا سربېره له خوسته هم د مرستو پر بهیر نیوکې شوي او ویل شوي، د ناسم مدیریت له امله ډېر اړمن کسان پاتې کېږي.

د پکتیکا او خوست زلزله ځپلي غوښتنه لري، چې د دوی په نوم مرسته شوې نغدې پیسې، خوراکي او غیرخوراکي توکي دې همدوی ته ورکړل شوي او په دې برخه کې دې انډیوالي، دوستي او خپلوي نه پالل کېږي.

پر خواله رسنیو هم د مرستو پر بهیر نیوکې شوي او دا اندېښنې مخته راغلي، چې ګواګې د طالبانو حکومت د مرستو بهیر سم ډول نه دی مدیریت کړی، چې له امله یې ښايي ډېرې قرباني کورنۍ له مرستو پاتې شي.

د طالبانو یوه ویاند بلال کریمي دویچه ویله ته وویل، د دوی حکومت د مرستو مدیریت کولو وړتیا لري او ټولې مرستې دوی سره په هماهنګي ویشل کېږي او په دې برخه کې کومه ستونزه نه شته.

هغه وویل: «د قانون په چوکاټ کې ټولې مرستې د دوی د حکومت له لوري ویشل کېږي. ځینې ادارې یې خپله ویشي؛ دوی سره هماهنګي کوي. طالبان د حالت د مدیریت وړتیا لري.»

د افغاني سرې میاشتې د نشراتو مسئول عرفان الله شرفزوی هم مني، چې په ځینو سیمو کې د مرستو بهیر په خپلسري ډول کېږي او ښايي اړمنو ته نه وي رسېدلي؛ خو وايي، د دوی ټیمونه د موادو د ښه ویش له پاره په سیمه کې دي او هڅه کوي ټولې مرستې د طالبانو د حکومت له ټاکل شوې کمېټې سره په ګډه اړمنو ته ورسوي.

د ۲۰۲۲ میلادي کال د جون پر ۲۲ نېټه د شپې شاوخوا یوه بجه یوې زورورې زلزلې د افغانستان جنوب ختیځ پکتیکا او خوست ولړزول. د ورورستیو شمېرو پر اساس په دغه زلزله کې د پکتیکا ګیان، ګومل او شاوخوا سیمو کې او دغه راز خوست ولایت سپرې او ورڅېرمه سیمو کې له زرو ډېر کسان مړه او له دوو زرو ډېر ټپیان شوي دي.

Afghanistan Erdbeben | Hilfslieferungen aus Pakistan startet in Islamabad
انځور: National Disaster Management Authority/AP/picture alliance

له دې زلزلې وروسته په افغانستان کې د مرستو له ټولونې سربېره ډېرو هېوادونو او خیریه بنسټونو مرستې کړي او دا لړۍ لا روانه ده.