1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د روسیې او اوکراین تر منځ کړکېچ کوم لور ته روان دی؟

۱۳۹۷ آذر ۵, دوشنبه

له روسیي سره په آزوف سمندرګي کې د رامنځ ته شوي کړکیچ له کبله د اوکراین پارلمان د جګړې د مقرراتو نافذیدل ارزوي. د اوکراین ولسمشر ویلي دي چې روسیه نه شي کولای بې له کوم دليله د دوی کښتۍ په نخښه کړي.

https://p.dw.com/p/38tWH
Russland Krim | Russische Kampofjets an der Straße von Kertsch
انځور: Reuters/P. Rebrov

د اوکراین ولسمشر پېترو پورو ښینکو، پر دې خبره ټینګار کړی دی چې د جګړې د مقرراتو نافذول په دې معنی نه دي چې اوکراین تهاجمي عملیات پیلوي. د هغه په خبره «دلته یوازې زموږ د خاورې د خوندیتوب او زموږ د ولس د امنیت موضوع مطرح ده.» د هغه په خبره دغه څه به د اوکراین د ختیځ د لومړیو کرښو په وضعیت کې هم کوم بدلون رامنځ ته نه کړي.

د دواړو لورو له خوا تورونه

تر دې دمخه د روسيي د پولې د څارنې کښتیو د کریمیا نیمه ټاپو ته څیرمه په تور سمندرګي کې د اوکراین درې سمندري کښتۍ ویشتلې وې چې په پایله کې يي درې تنه ټپیان شوي هم دي. په پای کې په کرچ تنګې کې روسیې دغه درې سره کښتۍ ضبط کړي هم دي.

Ukraine Kiew Präsident Poroschenko beim Treffen mit dem nationalen Sicherheitsrat
د اوکراین ولسمشر پېترو پورو شینکو، د یکشنبې په شپه په کیف کې د ملي امنیت شورا غونډه رابللې وهانځور: Reuters/Ukrainian Presidential Press Service/M. Markiv

په داسې حال کې چې کیف د یوه پوځي تیري یادونه کوي، د روسیې استخباراتي ادارې اف اس بي، ویلي دي چې اوکراینۍ کښتۍ د روسیې اوبو ته په غیر قانوني توګه ننوتې وې. د اف اس بي، په وینا له دغو کښتیو د دریدو غوښتنه وشوه خو د اوکرایني کښتیو عملې و نه منله.

د ناټو غبرګون

په عین وخت کې ناټو له محتطانه چلن او له زغم څخه د کار اخیستو له پاره غږ کړی دی. د ناټو له لوري په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې په ازوف سمندرګې او کرچ تنګي کې تحولات په دقت سره څارل کیږي. په اعلامیه کې وړاندې راغلي دي چې ناټو له اوکرایني چارواکو سره په اړیکه کې ده. زیاته شوې ده چې ناټو د اوکراین د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کوي.

اروپایي اتحادیې هم له اوکراین او روسیې څخه غوښتي دي چې احتیاطه کار واخلي، څو په تور سمندرګي وضعیت لا پسې ترینګلی نه شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا بیړنۍ غونډه

په ملګرو ملتونو کې د امریکا متحده ایالاتو سفیري نیکي هیلي، د ټویټر په پیغام کې لیکلي دي چې د روسیې له لوري د اوکراین د درو کښتیو تر نیول کیدو وروسته به د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د نومبر ۲۶مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا یوه بیړنۍ غونډه تر سره کړي.

تر دې دمخه خبري آژانسونو د دیپلوماتانو له قوله ویلي وو چې د دوشنبې د ورځې د بیړنۍ غونډې د تر سره کیدو غوښتنه روسیې او اوکراین کړې وه.