د دوحې غونډه لغوه سوې که ځنډېدلې ده؟
۱۳۹۸ فروردین ۳۰, جمعهپه قطر کي د شخړي او بشري څېړنو د مرکز مسئول سلطان برکات چي د دغه په اصطلاح «بين الافغاني» کنفرانس چاري ور ترغاړه دي، ويلي دي چي دغه کنفرانس ځنډېدلی دئ. هغه ويلي دي: «لومړی بايد دا روښانه سي چي په دغه کنفرانس کي څوک گډون کوي.»
خو د افغانستان د جمهوري رياست له خوا په خپره سوې اعلاميه کي راغلي دي چي د دوحې غونډه د قطر د حکومت له خوا لغوه سوې ده.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په ويبپاڼه کي په خپره سوي اعلاميه کي راغلي دي: «وروسته له هغه چي د هيئت د تگ ټولي تیارۍ بشپړي سوې په تعجب سره باید ووایو چې پرون شپه له قطر څخه یو نوی ليست چي د ولس د متوازن شمولیت څخه بې برخي وو او د افغانستان د خلکو ملي ارادې او فیصلې ته د بې احترامۍ په مانا وو، راوستول سو چي دغه کار د افغان ولس له پاره د منلو وړ نه و.»
په اعلاميه کي زياته سوې ده: «دا چي د قطر حکومت په دې ونه توانید چي زموږ دا برحقه غوښتنه عملي کړي نو د قطر حکومت د دوحې کنفرانس لغوه کړ.»
د افغانستان د سولي د خبرو اترو له پاره د امريکا متحده ايالاتو ځانگړي استازي زلمي خليلزاد پر خپل تويتر د دغه کنفرانس د ځنډيدو په اړه ناهيلي ښوولې. هغه ويلي دي چي ټول گډونوال بايد په غونډه کي د گډون کوونکو پر ليست موافق سي.
افغان حکومت د تيري سه شنبې په ورځ په دوحه کي د طالبانو له استازو سره د «بين الافغاني» خبرو له پاره د افغانستان د هيئت ۲۵۰ کسيز ليست اعلان کړ. خو طالبانو هغه رد کړ او ويې ويل چي «په قطر کي واده نه، بلکي يو کنفرانس دی.»
N.Z/S.N (AFP,gov.af)