1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جوبایډن د کار پيل، د افغان سولې برخلیک به څنګه شي؟

۱۳۹۹ بهمن ۳, جمعه

د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر جوبایډن د کار د پيل سره سم د افغان جګړې ښکېلې خواوې له نوموړي بیلابیلې تمې لري. د چارو کتونکي وايي، د امریکا نوی حکومت ښايي پر افغان تګلاره کتنې ولري. طالبان او افغان حکومت څه وايي؟

https://p.dw.com/p/3oIuu
USA Washington | Inauguration von Joe Biden | Celebrating America | Joe Biden
انځور: Chip Somodevilla/Getty Images

د امریکا د ټاکلي ولسمشر، جوبایډن د لوړې د مراسمو وینا تر ډیره د امریکا په کورنیو مسایلو ورټوله وه، خو بیا هم تمه کیږي چې بايډن به د افغان سولې بهیر په اړه ښايي کوټلی دریځ غوره کړي.

طالبان د بایډن له ادارې هم تمه لري، چې د افغان جګړې ختمولو په اړه د دوحې تړون ته ژمنه پاتې شي. د دې ډلې د قطر دفتر ویاند محمد نعیم دویچه ویله ته وویل، د دوحې تړون په هغه ډول چې لاسلیک شوی باید پلی شي، ځکه پروینا یې په دې سره ټولې ستونزې هواریږي.

تردې وړاندې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته نوماند انټوني بلینکن ویلي چې طالبانو سره شوی د امریکا تړون به له سره وارزوي.

خو ښاغلي نعیم د بلینکن څرګندونو ته په اشارې سره وویل: «د امریکا د بهرنیو چارو نوماند وزیر دوه مهم ټکي یاد کړل، یو دا چې د افغانستان جګړه به ختموي، بل دا چې خپل عسکر به له افغانستانه باسي، دا دواړه مهم ټکي دي.»

د نعیم په خبره د دې دواړو ټکو عملي کول په حقیقت کې د افغانستان د ستونزو په هواري کې مهم رول لري. خو افغان حکومت بیا د امریکا له نوي ولسمشر سره د اړیکو د نوي باب پرانیستو خبره کوي.

ولسمشر غني جوبایډن ته د منتخب ولسمشر په توګه د لوړي مراسمو وروسته هغه ته مبارکي ورکړه او زیاته یې کړه چې افغانستان په دې سخت حالت کې د امریکا ترڅنګ ولاړ دی.

غني پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «امریکا زمونږ د بنسټیز شریک په توګه د سولې راتګ او د څواړخیزې ترهګرۍ ستونزې ختمولو لپاره له سره کار پيلوي.» تردې وړاندې یوشمېر نورو جګپوړو افغان چارواکو د امریکا له نوي حکومته غوښتي وو، چې طالبانو سره شوی هوکړه لیک دې له سره وارزوي.

له دې ډلې د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي ول چې امریکا طالبانو ته له حده زیات امتیاز ورکړی چې دا لویه تیروتنه ده.

یوه بله مهمه نیوکه د طالبانو او امریکا ترمنځ پر شوې هوکړه دا هم ده چې ځیني خواوې یې مبهمې دي، لاهم د هغو پټو ضمیمو په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي چې د دوحي تړون سربیره د امریکایانو او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوي.

بایډن او له طالبانو سره د تړون برخلیک

خو واشنګټن کې میشت افغان کارپوه واحد فقیري دویچه ویله ته وویل، چې د افغان حکومت ګټه او د واک دوام په دې کې دی چې امریکا په دې جګړه کې ښکیل پاتي شي، خو دا هغه څه دي چې امریکا یې نه غواړي: «زما عقیده داده چې بایډن به د قطر موافقه عملي کړي، ښايي پر دواړو خواوو فشار زیات کړي، ځکه امریکا په دننه کې له زیاتو مشکلاتو سره مواجه ده، بایډن به د افغانستان جنګ اوږد نه کړي.»

د ښاغلي فقیري پروینا بایډن لپاره اوس ترټولو ستر لومړیتوبونه کورونا سره مبارزه، د امریکا اقتصاد او ځیني نور کورني مسایل دي، دغه راز،  د امریکا د دیموکرات ګوند کیڼ اړخي هم ښايی پر بایډن فشار راوړي چې نوموړی باید د امریکا کورنیو مسایلو ته ډیر پام وکړي.

Katar Doha | Mike Pompeu, US-Außenminister & Abdul Ghani Baradar, Taliban
انځور: Patrick Semansky/AP Photo/picture alliance

خو هاخوا برلین کې افغان شنونکي محمد اسحاق اتمر دویچه ویله ته وویل، د بایډن اداره ښايي هغو اندېښنو ته ځواب ووايي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ په شوې هوکړه کې شته: «ترکوم ځایه چې واضح ده او مخکې هم ویل شوي چې بایډن به محدود شمېر سرتیري په افغانستان کې تر هغه مهاله پریږدي ترڅو چې د تروریزم تهدید له منځه تللی نه وي.»

اتمر زیاتوي چې د افغانستان قضیه د امریکا لپاره د منځني او سویلي اسیا د هغې تګلارې یوه برخه ده چې بایډن به یې دغو هېوادونو ته له سره اعلان کړي.

د اتمر پروینا په دې تګلاره کې ایران، ترکیه او عربي هېوادونه راځي نو ځکه ښايي په تګلاره کې د نورو مسایلو ترڅنګ پر افغان سوله هم د امریکا له سره کتنه شامله وي.

دا څرګندونې داسې مهال دي چې افغانستان کې جګړې زور اخېستی او طالبانو یواځې په تیرو ۲۴ ساتونو کې بغلان او نیمروز ولایتونو کې ۸ افغان سرتیري وژلي.

دغه راز، په کابل کې هم د چسپکي ماین چاودونو په دوام تیره ورځ درې ولسي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی. هاخوا له قطره رارسېدلي خبرونه وايي، چې د بین الافغاني مذاکراتو دویم پړاؤ کې لاهم د پام وړ پرمختګ نشته.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت په استازولی دوحي ته د ورغلي پلاوي یوشمېر غړو رسنیو ته ویلي چې په تېرو ۹ ورځو کې د مذاکراتو د اصلي اجنډا جوړولو پر سر هیڅ ډول ناسته نه ده شوې.

اسماعیل شاکر – کابل