د جاغوري او مالستان بې ځایه شوي کسان په انځورونو کې
د غزني ولایت پر جاغوري او مالستان ولسوالیو د طالبانو بریدونه د خلکو د ډار او تیښتې سبب شوي. ځايي چارواکي له دغو کسانو سره د عاجلې مرستې غوښتنه کوي. دغو خلکو په غزني کې په جوماتونو او د خپلو خپلوانو په کورونو کې اړولي دي.
په داسې حال کې چې ملګري ملتونه د افغانستان په دننه کې د زیات شمیر کسانو د بې ځایه کیدو په هکله اندیښمن دي، د غزني ولایت په جاغوري او مالستان ولسوالیو کې د طالبانو بریدونه د دې سبب شوي دي چې خلک په ډله ایزه توګه خپل کورونه پریږدي او د غزني ولایت مرکز او په نسبي توګه نورو امنیت لرونکو سیمو ته ولاړ شي.
په ډله ایزه توګه د خلکو دغه تيښته د یکشنبې په ورځ د طالبانو د بریدونو د زیاتیدو او افغان امنیتي ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اوښتو وروسته پیل شوه. په دغو ولسوالیو کې د سختو نښتو له کبله په لسګونو افغان امنیتي ځواکونه ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
له دغو سیمو د بې ځایه شوو کسانو په وینا تر اوسه په دغو نښتو کې تر سلو ملکي کسان وژل شوي دي او خلک آن پر دې نه دي توانیدلي چې یو شمیر کسان خاورو ته وسپاري. حکومت په نښتو کې د ملکي کسانو مرګ ژوبله تائیدوي خو په دومره شمیر کې د کسانو د وژل کیدو خبره نه مني.
زیاتره بې ځایه شوي کسان ښځې او ماشومان دي چې په غزني او په نسبي توګه نورو آرامو سیمو کې یي په مسجدونو او یا هم د خپلوانو او دوستانو په کورونو کې پناه اخیستې ده.
ځایي چارواکو له حکومته او نورو نړیوالو مرستندویه سازمانونو غوښتي دي چې د جګړې له کبله د بې ځایه شوو کسانو سره بیړنۍ مرستي وکړي. د افغانستان مرکزي سیمي په دې ورځو کې ډیرې سړي او بې ځایه شوي کسان د خوراکي توکو کمښت هم ګواښي.
خلک وایي چې د ولسوالیو د امنیت ښه کیدو او ثبات په هکله یې هیلې کمي شوي دي او د خپلو ټاټوبو د پریښودو پرته بله چاره نه لري. دغه سیمې یو وخت د افغانستان له باثباته سیمو څخه شمیرل کیدې.
له دې سره په عین وخت کې په پلازمینه کابل کې د تروریزم او د طالبانو د حملو پر وړاندې احتجاجونه پیل وشول. مظاهرو ته نزدې یو ځانمرګی برید هم وشو چې پړه یې د داعش ډلې ومنله.
مظاهره کوونکي د افغانستان مرکزي حکومت د یاغیانو پر وړاندې د جدي چلن په برخه کې پر بې کفایتۍ او ناتوانۍ تورنوي. لاریون کوونکو دغو سیمو ته د مرستندویه ځواکونو د لیږلو غوښتنه کوي او غواړي چې د یاغیانو پر وړاندې هوایي بریدونه تر سره شي.