1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تیانانمن د وژنو د یادون مراسمو پر وړاندې سخت موانع

۱۳۹۸ خرداد ۱۴, سه‌شنبه

په چین کې د دیموکراسي د دې خوځښت یادون او په اړه یې خبرې منع دي. دغه خوځښت ۳۰ کاله مخکې د جون پر څلورمه نیټه رامنځ ته شو. د دې هیواد مشران هڅه کوي چې د تیانانمن د وژنو د یادون مراسمو مخه ونیسي.

https://p.dw.com/p/3Jpqd
Tiananmen Massaker China 1989
انځور: picture-alliance/AP Photo/T. Jones

په پکینګ کې د تیانانمن  په میدان کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي. پولیس پر واټونو باندې موټر تلاشي کوي او لارویان باید پولیسو ته خپل د هویت کارتونه وښيي.

په دې سیمه کې ډیر پولیس په شخصي جامو کې راټول شوي دي چې په ۱۹۸۹ کال کې په دې سیمه کې د عام وژنې د یادون هر ډول مراسم په نطفه کې له منځه یوسي.

د سه شنبې په ورځ د پوځ له خوا د سوله ییزو اعتراضونو تر سرکوبولو ۳۰ کاله وروسته په دې میدان کې د هغې ورځې هیڅ نښانه هم نه سترګو کیږي. تر دې څو ورځې مخکې هغه فعالان او د قربانیانو د کورنۍ غړي چې غوښتل یې اعتراض وکړي د پولیسو له خوا یا زندان ته اچول شوي او یا هم نظر بند دي.

د «تیانانمن د میندو شبکه» چې د قربانیانو د کورنیو له خوا جوړه شوې ده، د دې پوځي ماموریت د څیړنې، د وژل شویو کسانو د نوملړ د خپریدو، کورنیو ته د خسارې د جبران او د مسوولینو د مجازات غوښتنه کوي.

د هغه وخت د معترضو محصلینو یو مشر ووایر کایکسي، چې اوس په تایوان کې اوسیږي د آلمان له خبري آژانس سره په یوې مرکه کې غوښتنه کړې ده چې باید د چین پر مشرانو باندې په دې برخه کې فشار لا ډیر شي.

چین د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نیوکه رد کړه

د چین حکومت له بهر څخه هر ډول مداخله ردوي او له همدې کبله یې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، څرګندونې چې په دې هیواد کې د بشري حقونو په اړه وې، رد کړي دي.

Hongkong Gedenken an Massaker von Tiananmen in Peking 1989
په هانکانګ کې د یادون مراسمانځور: picture-alliance/AP Photo/K. Cheung

پمپیو د تیانانمن د اعتراضونو د سرکوبولو په کلیزه کې ویلي وو چې په چین کې د دیموکراسي تأمینیدو ته نه شي هیلمن کیدای.

په هانکانګ کې د یادون مراسم

په داسې حال کې چین د دغې پیښې یادون نه کوي، خو تمه کیږي چې د سه شنبې ورخې په ماښام په هانګ کانګ کې د دې پیښې په یاد شمعې ولګول شي. د هانګ کانګ اوسیدونکي د چین د خلکو په پرتله ډیرې آزادۍ لري. د بریتانیا دغه پخوانۍ مستعمره په ۱۹۹۷ کال کې بیرته چین ته ورکړل شوه، او له هغه وخت راهیسي په خودمختار ډول اداره کیږي. خو پیکینګ په دوامداره توګه پر دې سیمې باندې د خپل کنترول ډیرولو هڅې کوي.

د چین پوځ د ۱۹۸۹ کال د جون میاشتې د څلورمې نیټې په شپه د ټانکونو په واسطه پر محصلینو باندې برید وکړ چې د تیانانمن په میدان کې یې مظاهرې کولې او د دیموکراسي د حاکمیت غوښتنه یې لرله. روښانه نه ده چې هغه وخت څومره مظاهره کوونکي ووژل شول. خو اټل کیږي چې د وژل شویو کسانو شمیر د سلهاو او زرو تنو تر منځ وي.

چین تر نن ورځې پورې د دې پیښې د څیړنې مخنیوي کوي.

ms (bri/sti (dpa, afp)