1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د توماس ويست او متقي خبري؛ د ښځو پر حقونو ټينګار

۱۴۰۱ خرداد ۱, یکشنبه

د افغانستان له پاره د متحده ايالاتو ځانګړي استازي د طالبانو له بهرنيو چارو وزير سره ليدلي او د نجونو او ښځو په وړاندې د چلن نړيوال مخالفت يې ورسره شريک کړی دی.

https://p.dw.com/p/4BgrG
Afghanistan Kabul | Mawlawi Amir Khan Muttaqi, Außenminister Übergangsregierung
انځور: Bilal Guler/Anadolu Agency/picture alliance

قدرت ته د بيا رسېدو راهيسې طالبانو پر مدني ټولنې او په تېره د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې ډېر محدوديتونه وضع کړي دي. په روانه مياشت کې د طالبانو روحاني مشر دستور ورکړ چې ښځې دې په عامه محضر کې د مخونو په شمول ټول بدن پټ کړي، چې غوره انتخاب يې پکې برقع یا چادري بللې. 
د افغانستان له پاره د متحده آيالاتو ځانګړي استازي، توماس ويست، په ټويټر کې د طالبانو له بهرنيو چارو وزير، امير خان متقي، سره د خپلې کتنې په هکله اوس ليکلي دي چې »نجونې بايد پرته له محدوديتونو بېرته ښوونځيو ته ستنې شي، ښځې آزادې وګرځي او کار وکړي څو عادي اړيکو ته پرمختګ وشي.« 

ويست زياته کړه چې دوی دواړو همداراز د افغانستان د اقتصاد پر ثبات او پر لویدیځ باندې د بريدونو په برخه کې د اندېښنو په اړه خبرې وکړې. افغانستان د اقتصادي ناورين په درشل کې قرار لري ځکه چې بېلابېلو هېوادونو په بهر کې د افغانستان پيسې کنګل کړي او مرستې هم ورباندې بندې کړې دي. ويست په خپل ټويټ کې ليکلي دي چې »ديالوګ به د افغان ولس د ملاتړ او زموږ د ملي علايقو په موخه دوام ولري.«

ن.ص./خ.ح (AFP)