1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تهران په غونډه کې له طالبانو کومې غوښتنې شوي؟

۱۴۰۰ آبان ۵, چهارشنبه

ایران نن له طالبانو پرته د افغانستان د راتلونکي په هکله د ګاونډیو هیوادونو د کنفرانس کوربه وو. په دغه کنفرانس کې د افغانستان شپږو ګاونډیو هیوادونو ګډون کړی وو او له طالبانو یې د ښې کړنلارې غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/42G6E
Symbolbild Iran Afghanistan Fahne Flagge
انځور: Zoonar/picture alliance

د ایران پلازمېنه تهران د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د اکتوبر ۲۷مه) د افغانستان د شپږو ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کوربه وو.

واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته، د افغانستان د راتلونکي په تړاو په تهران کې د ایران په شمول د پاکستان، ازبکستان، تاجیکستان، ترکمنستان د بهرنیو چارو وزيران د افغانستان په اړه خبرو له پاره راټول شوي ول. په دې غونډه کې د روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون کړی وو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالاهیان، په دې کنفرانس کې وویل: «دا اړینه ده چې طالبان د خپلو ګاونډیو په مقابل کې دوستانه کړنلاره غوره کړي او دا چې دا تضمین کړي چې له افغانستان څخه به ګاونډیو هیوادونو ته کوم تهدید نه متوجه کیږي.»

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې هیله من یم چې د افغانستان د حقیقتونو او همداراز د ګاونډیو هیوادونو د تقاضاوو په هکله یو واضح تصویر مطرح کړو او دا چې یو پلان باندې موافقه وکړو. په عین حال کې د ایران د ولسمشر مرستیال د افغانستان د روان وضعیت له کبله امریکا متحده ایالاتو ته ګوته ونیوله او ویې ویل چې د افغانستان د اوسنیو ستونزو اصلي لامل په تیرو دوو لسیزو کې د افغانستان په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ناقانونه لاس وهنه وه.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت په حواله، د ایران اصلي هدف دا دی چې په افغانستان کې دننه ټولې سیاسي ډلې د افغانستان د سیاسي راتلونکي په جوړولو کې ونډه او نقش ولري. ایران همدا راز ویلي چې دغه هدف ته د رسیدو له پاره باید د افغانستان ټول ګاونډي هیوادونه په ګډه او رغنده توګه کار وکړي.