1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بې وسلو کولو پيمان په اړه روسيې ته ضرب الاجل

۱۳۹۷ آذر ۱۴, چهارشنبه

د سړې جګړې له وخته، د بې وسلو کولو له پيمانونو څخه، يو تر ټولو مهم يې د ناکامۍ له ګواښ سره مخامخ دی. آيا اوس بايد نړۍ د اټومي وسلو د يوې نوي سيالۍ له پاره آماده سي؟ امريکا ، روسيي ته يو اولتيماتوم ټاکلي دي. 

https://p.dw.com/p/39V0B
NATO Gipfel Brüssel
انځور: Reuters/Y. Herman

امريکا متحده ايالاتو روسيې ته ۶۰ ورځي وخت ورکړی، څو د خپلو نوو توغنديو له له منځه وړلو سره موافقه وکړي. د امريکا خارجه وزير مارک پمپيو، د ناټو د پوځي تړون له نورو غړو هيوادونو څخه له خپلو نورو شريکانو سره تر مشورې وروسته، د سه شنبه په ورځ په بروکسل کي وويل چي د""SSC-8 ډوله دغه توغندي، د منځني واټن توغنديو چي هستوي سرګلولې انتقالولای سي، د کارولو او توليد د مخنيوي له تړون څخه ښکاره سرغړونه ده.

پمپيوزياته کړه، چي که روسيه له دغه تړونه سرغړونه کوي نو په هغه کي د امريکا پاتيدل هم کومه ګټه نه رسوي.

د هغه په خبره ، په تيوري ډول، متحده ايالات په دې صورت کي کولای سي تر ۶۰ ورځو پوري د منځني واټن ويشتونکو توغنديو په نصبولو چي هستوي سرګلولې انتقالولاي سي، لاس پوري کړي.

پومپئو وويل چي پخوا متحده ايالاتو په دې برخه کي خپله ډيره حوصله ښودلې ده. د هغه په خبره د روسيې نوي توغندي، په اروپا کي لس زره امريکايي سرتيري او همدارنګه په ميليونو ملکي خلک له خطر سره مخامخ کوي.

مسکو دغه ډول تورونه يو وار بيا رد کړي دي. د انترفکس خبري آژانس د رپوټ له مخي، د روسيې د خارجه وزير وياند ويلي: «روسيه په بشپړ ډول دغه تړون ته وفاداره ده او دا خبره امريکايي لوري ته هم معلومه ده». علاوه پر دې د روسيې د پارلمان د دفاعي چارو کميټې رئيس، ولاديمير شمانوف، پر دغه ټاکل سوي وخت باندي هم سخت انتقاد کړی او ويلي دي: «روسيه داسي هيواد نه دی چي ضرب الاجل ورته وټاکل سي. له همدې کبله به دغو تورونو ته جواب هم ور نه کړل سي.»

Nato Gipfel Stoltenberg und Pompeo
کیڼ خواته ینس استوالتنبرگ له مایک پومپئو سرهانځور: picture-alliance/dpa/Y. Pingan

د پمپيو تر څرګندونو مخکي متحده ايالاتو په ناټو کي د خپلو شريکانو د ملاتړ ډاډ ورکړ. د ناټو د غړو هيوادونو خارجه وزيران، د بروکسل په غونډه کي د يوه ګډ دريځ پر سر تفاهم ته ورسيدل چي په هغه کي، د اول وار له پاره روسيه پرته له کوم محدوديته، په دې تورن سوی دی چي د منځني واټن توغنديو چي هستوي سرګلولې انتقالولای سي، د کارولو او توليد د مخنيوي له تړونه ښکاره سرغړونه کړې ده. د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبرګ له روسيې غوښتي چي دغه پيمان ته دي خپله ژمنتيا له سره تأمين کړي.

ويل سوي دي چي که روسيه دا ډول اقدام و نه کړي په هغه صورت کي به د مثال په ډول د ناټو د غړو هيوادونو په سطحه، د توغنديو د دفاعي سيستم پر پراخوالي باندي تصميم ونيول سي. د پمپيو په خبره که روسيه خپل له دريځه وانه وړي بيا به نو متحده ايالات د خپل پيمان د نورو سياستوالو په ملاتړ ددغو توغنديو د توليد د منع کيدو او کارولو تړون فسخ کړي.

د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ د روان کال په اکتوبر مياشت کي ويلي ول چي د  "9M729" ډوله روسي نوي راکټونو له امله غواړي چي له نوموړي تړونه ووزي.

روسيې بيا برعکس تر اوسه پوري څو ځله، امريکا د دغه تړون له شرايطو څخه په سرغړونو تورن کړی دی. د ناټو نورغړي هيوادونه، لکه آلمان بيا له دې کبله انديښنه لري چي دا کار ښايي د يوې مرګوني نخښې او نوي تسليحاتي سيالۍ سبب سي.

د آلمان خارجه وزير هايکو ماس په بروکسل کي تر مشورتي غونډي وروسته وويل: «موږ اصلاً په اروپا کي نوي او لازيات تسليحات نه غواړو او د هستوي وسلو زياتوالی خو لا پريږده».

تر اوسه پوري معلومه نه ده چي که روسيه په دغه ۶۰ ورځني ضرب الاجل کي د امريکا په خوښه اقدام و نه کړي، نو واشنګټن به څه ډول تصميم ونيسي. له نوموړي تړونه وتل په اصل کي بايد د شپږو مياشتو په ترڅ کي رامنځته سي. پمپيو ويلي دي چي دغه شپږمياشتني مرحله به پس له ۶۰ ورځو پيل سي.