1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بخښنې سازمان:۲۰۲۱ د ژمنو ماتولو کال وو

۱۴۰۱ فروردین ۹, سه‌شنبه

د بخښني نړيوال سامازمان په ۲۰۲۱م کال کې مدني او بشري حقونو ته کتنه کړې او دغه کال یې د ماتو هيلو کال بللی دی. د ايمنستي انترنيشل په حواله ديجيتالي ساحه په مخ پر زياتيدونکي توګه د فعاليت او يا ځپنې په ساحه بدليږي.

https://p.dw.com/p/49AAR
Weltspiegel 09.02.2021 | Myanmar Militärputsch | Protest, Wasserwerfer
انځور: REUTERS

ايمنستي انترنيشنل يا د بخښنې نړيوال سازمان هر کال په ټوله نړۍ کې پرمختګونو ته کتنه کوي او د بشري او مدني حقونو په ساحه کې د تر ټولو مهمو نړيوالو تمايلاتو يوه ارزونه وړاندې کوي.

د دغه سازمان په تازه کلني رپوټ کې چې د سه شنبې په ورځ نشر شوی دی، د ايمنستي د منځني ختيځ او شمالي افريقا د څېړنې او مشاورت د برخې مشر فيليپ لوتر وويل: «۲۰۲۱م کال په حقيقت کې د ډېرو پام وړ ژمنو کال وو... خو حقيقت بیخي بل ډول وو.»

نوموړي له دويچه ویله سره په خبرو کې زياته کړه چې تمه کيدله چې نړۍ به د کرونا له وبا څخه ځان آزاد کړي خو په ځانګړي توګه شتمنو هيوادونو د کرونا د واکسين د پراخ توليد او ويش مخه ونيوله.

په دغه کلني رپوټ کې دې حقيقتونه ته اشاره شوې: په افريقا کې د ۱،۲ ميليارده نفوس څخه یې تر ۸ فيصدو هم لږ د ۲۰۲۱م کال تر پای پورې په بشپړه توګه واکسين شوي ول.

د کرونا د واکسين ويش د ۲۰۲۱م کال له نااميده کوونکو واقعاتو څخه يو وو. په څېړنه کې موندل شوې چې ځينو حکومتونو د وبا څخه په ناوړه ګټه پورته کولو اپوزيسیون او مدني ټولنه ځپلې ده.

فيليپ لوتر وويل: «په ټولو سيمو کې وضعيت دا ډول وو ځکه مو دې ته په خپله نړيواله ازرونه کې ځای ورکړی دی.» هغه زياتوي: »ځيني حکومتونو په ځانګړي توګه د وبا څخه په استفادې د بيان آزادي محدوده کړې وه.«

Russia Moskau Protest
په ۲۰۲۱م کال کې ډيری انسانان د خپلو او نورو د حقونو له پاره سړکونو ته راووتلانځور: Mikhail Tereshchenko/dpa/TASS/picture alliance

مثالونه یې هغه هيوادونه دي چې د مظاهرو مخه پکې نيول شوې او د بشري حقونو فعالان پکې له خطر سره مخامخ ول. په دغو هيوادونو کې کمپوچيا، روسيه، چين او نور هيوادونه شامل دي.

د ايمنستي او نورو نړيوالو سازمانونو په حواله پاندمي پر مدني ټولنې هم اغیز درلودلی دی. د «ډوډۍ د نړۍ له پاره» په نوم مرستندويه سازمان څخه سېلکه فايفر وویل: «په ځانګړې توګه فعالان په نخښه شوي چې تبعيضي چلن ورسره شوی، ګواښل شوي، ځورول شوي او په ځينو مواردو کې آن وژل شوي دي.»

فايفر زياتوي چې د خېر ښېګنې ټولنې سازمانونه وار په وار د خپلو فعاليتونو په برخه کې له مشکلاتو سره مخ شي.

يوه «دوه مخې توره»

حکومت او خیريه موسسې په زياتيدونکي توګه خپل کارونه په آنلاين بڼه کوي. لوتر د يوې «دوه مخې توري» له پديدې څخه خبره کوي. د نوموړي په خبره چارواکي په پټه ټکنالوژي په داسې توګه کاروي چې د خلکو پر بشري حقونو منفي اغیز کوي.

د ايمنستي انترنيشنل کلنی رپوټ د دې ډېر مثالونه لري: د هند تر کنترول لاندې کشمير کې د ۲۰۱۹م کال د اګست له ۴ نيټې څخه د ۲۰۲۱م کال د فيبرورۍ تر ۵ نیټې پورې انترنت تړل شوی وو. په مسکو کې د مظاهرو پر وخت د مخ د پيژندلو د تکنالوژۍ کارول او په اسرائيلو کې د ژورناليستانو، فعالانو او د اپوزیسیون د غړيو پر وړاندې د يو ډول جاسوسي سافت وير کارول.

فايفر وويل چې انترنت د مدني ټولنې د منسجم او متحرک کولو يوه مهمه آله ده. خو هغې زياته کړې چې په ټوله نړۍ کې «حکومت او نور لوبغاړي په بشپړه توګه ديجيتالي دي او اوس پر انترنتي آزادۍ د سانسور، د انترنتي خدماتو د پرې کولو او د پراخو څارنو له لارې سخت محدوديتونه وضع کوي.»

ايمنستي موندلې چې په ټوله نړۍ کې خلک د خپلو او نورو انسانانو د حقونو له پاره سړکونو ته راوتلي، د مثال په توګه په روسیه، هند، کمپوچيا، سوډان، لبنان او لږ تر لږه ۷۵ نورو هيوادونو کې.

ب. ص/ ن. ز (Lisa Hänel)