1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراین اپوزیسیون ولسمشر ته ضرب الاجل ټاکلی

مسعود جهش (AP, AFP, dpa, Reuters)۱۳۹۲ بهمن ۳, پنجشنبه

د اوکراین اپوزیسیون ولسمشر ویکتور یونوکویچ، ته ضرب الاجل ټاکلی. دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د اوکراین په پلازمینه کې د پولیسو او مظاهره کوونکو تر منځ نښتې وشوې چې په پایله کې یې یو شمیر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

https://p.dw.com/p/1Aw0J
انځور: Reuters

د اوکراین اپوزیسیون له یوناکویچ سره د چهارشنبې په ورځ پیړنۍ خبرې اترې وکړې خو د غونډې په پای کې یې دا خبره روښانه کړه چې یوناکویچ هغوی ته روښانه ځوابونه نه دي ورکړي.

د اپوزیسیون مشر پخواني بوکس وهوونکي ویتالي کلیشکو، د شاوخوا ۴۰۰۰۰ کسانو پر وړاندې په کیف کې وویل: «تاسو ښاغلی ولسمشر، د دې امکان لرﺉ چې دغه موضوع حل کړﺉ. له وخته مخکې ټاکنې به هر څه بدل کړي پرته له دې چې وینه تویه شي. موږ به دې کار ته د رسیدو له پاره هر څه وکړو.»

په اوکراین کې روان کړکیچ تر هغه وروسته رامنځ ته شو چې څه نا څه دوه میاشتې مخکې ولسمشر یوناکویچ له اروپايي ټولنې سره یو تړون لاسلیک نه کړ او په بدل کې یې له روسیې سره لا نزدې والی وښود.

د ولسمشر تر دې پریکړې وروسته په اوکراین کې سختي مظاهرې پیل شوې چې په پایله کې یې یو شمیر کسانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړ. یوازې د چهار شنبې په ورځ د پولیسو او مظاهره کوونکو تر منځ د نښتو په پایله کې دوه کسان ووژل شول.

اپوزیسیون له ولسمشر یونکویچ څخه غوښتي دي چې له واکه ګوښه شي. هغوی په عین وخت کې د هغه قانون د لغوه کیدو غوښتنه هم کړې ده چې له مخې یې په اکراین کې پر مظاهرو باندې محدودیتونه وضع شوي دي. ویتالي کلیشکو ویلي دي: «که یونکویچ کومې موافقې ته و نه رسیږي نو موږ به سبا ته [پنجشنبه] په بریدونو لاس پورې کړو.»

د اپوزیسیون یوه بل مشر ارسیني یاتسینیک، هم دغه خبره کړې ده او ویلي یې دي چې که ولسمشر کومې موافقې ته و نه رسیږې نو د پنجشنبې په ورځ به هغوی له نورو سره یوځای پر مخ ولاړ شي. هغه ویلي دي چې ان که وویشل هم شي نو دغه کار به وکړي.