1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین د اکراین له پاره د خپل دریځ دفاع وکړه

مسعود جهش (AP, AFP, Reuters)۱۳۹۲ آذر ۲۸, پنجشنبه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د اوکراین پر وړاندې د خپل هیواد له دریځ څخه دفاع وکړه. هغه اوکراین ته د یوولس میلیارده یورو پور ورکول د یوه «ورور ملت» پر وړاندې د خپل هیواد د اقدام په توګه یاد کړ.

https://p.dw.com/p/1Acd9
انځور: Reuters

پوتین دغه څرگندونې د پنجشنبې په ورځ په خپل کلني خبري کنفرانس کې وکړې. هغه په دې خبري کنفرانس کې له اوکراین سره د خپل هیواد پر اوسنیو اړیکو وغږید. اوس په اوکراین کې د دغه هیواد د ولسمشر ویکتور یانوکویچ، پر ضد سختې مظاهرې روانې دي. دغه مظاهرې تر هغه وروسته پیل شوې چې یانوکویچ له اروپايي ټولنې سره خپلې سوداگریزې خبرې اترې ودرولې.

ویل کیږي چې ولسمشر یانوکویچ له دې کبله په دغه اقدام لاس پورې کړی دی چې نه شي له اروپا سره د سوداگریز تړون لاسلیکول د هغه تر ټولو نزدې ملگری هیواد روسیه په غوسه کړي.

تر دې مخکې روسیې اوکراین ته یوولس میلیارده یورو پور ورکړی وو. پوتین د پنجشنبې په ورځ خپل دغه کار له یوه نزدې گاونډي سره د یوې مناسبې مذاکرې په توگه توجیه کړ.

منتقدین د کیف-مسکو پر تړون نیوکه کوي

پوتین خبریالانو ته وویل: «موږ وینو چې اکراین په سخت [مالي] وضعیت کې دی. که موږ په رښتیا سره وایو چې موږ ورونه ملتونه یو، نو موږ باید د نزدې خپلوانو په څیر عمل وکړو او له دې ملت سره مرسته وکړو.» پوټین ټینگار وکړ: «دغه تړون په اوکراین کې له روانو لاریونونو او له اروپا سره د دغه هیواد له مذاکرو سره هیڅ اړیکه نه لري.»

د اکراین او روسیې تر منځ د لاسلیک شوي تړون له مخې مسکو په موقتي ډول کیف ته د خپلو نفتو او گاز د صادراتو بیه هم راټیټوي.

له روسیې سره د اوکراین تړون په دغه هیواد کې مظاهرو ته لا زور ورکړی دی. مظاهره کوونکي د یانوکویچ د کوښه کیدو غوښتنه کوي. خو هغه نه یوازې دغې غوښتنې ته رد ځواب ورکړی دی بلکه په ځینو مواردو کې یې د مظاهره کوونکو پر ضد له زور څخه هم کار اخیستی دی. اروپايي ټولنې او امریکا د مظاهره کوونکو ملاتړ کړی دی او ویلي یې دي چې د اروپا او اکراین تر منځ د سوداگري په برخه کې د تړون پر سر خبرې اترې باید پر مخ ولاړې شي.

پوتین په دغه خبري کنفرانس کې دا هم وویل چې له اروپا سره په سرحد کې یې د اسکندر په نوم توغندي نه دي ځای پر ځای کړي. هغه ټینګار وکړ چې روسیه کولای شي په سیمه کې د امریکا د نفوذ مخه ونیسي.

پوتین په خبري کنفرانس کې د ادوارد سنودن په اړه هم خبري وکړې او ویې ویل چې هغه نه شي کولای له روسیې څخه د امریکا متحده ایالاتو استخباراتي اسرار افشا کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب