پر اوکراین د روسیې د يرغل څلور کاله پوره سول
۱۴۰۴ اسفند ۵, سهشنبه
روسي عسکرو د ۲۰۲۴م کال د فبرورۍ پر ۲۴مه نیټه له څو اړخونو پر اوکراین باندې بريد وکړ او په دې څلورو کلونو کې د دواړو هېوادوو ترمنځ جګړه دوام لري.
د روسیې پوځ البته تر دې مخه د ۲۰۱۴م کال په فبرورۍ میاشت کې هم اوکراين ته داخل شوی وو او د کريميا نیمه ټاپو یې نیولی وو او په غیر قانوني بڼه یې الحاق کړی وو.
له هغه وخت راهېسې د دواړو لوريو ترمنځ د اوربند د رامنځته کولو هڅې رواني دي او په دې وروستيو کې ولسمشر دونالد ترمپ، په دې برخه کې هلې ځلې کړی خو تر اوسه د جګړې د پای ته رسېدو هیڅ لرليد نه ترسترګو کيږي.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د سې شنبې په ورځ پر خپل هیواد د روسیې د یرغل د څلور کلنې کلیزې پر وخت په یوې ټلویزیوني وينا کې وويل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین د لاندې کولو په هڅو کې پاته راغلی دی.
اړونده موضوع: روسیې یو وار بیا د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو بریدونه کړي
د اوکراین رهبر وویل: «پوتین خپلو اهدافو ته نه دی رسیدلی. هغه د اوکراین خلک نه دي تابع کړي. هغه دغه جگړه نه ده گټلې. موږ اوکراین ساتلی دی او سولې ته د رسیدو او عدالت د تضمینولو له پاره به هرڅه ترسره کړو.»
زیلنسکي په خپلو څرګندونو کې د فنلنډ د ولسمشر، الکساندر ستوب د وروستیو څرگندونو په څېر د ولاديمير پوتين درې ستر محاسباتي سهوې فهرست کړي. لومړی دا چې هغه هڅه وکړه اوکراین روسی کړي، خو اوکراين اوس هم په دې هڅه کې دی چې د اروپايي ټولنې غړی سي، دوهم دا چې غوښتل یې ناټو راکوچنۍ کړي، خو د هغه پرځای د خپلو اقداماتو له امله یوازې پراخه سوې ده، او دریم هغه هڅه وکړه چې د روسیې ځواک په نړیواله سطحه وښيي خو پر ځای یې په سوریې کې د بشارلاسد په راپرځېدو، په وینزویلا کې د نیکولاس مادورو په نیول کیدو او له اسرائیل او امریکا متحده ایالاتو سره د هغوی په نښتو کې د ایران پر تئوکراټانو د راوستل سوي فشار له امله د خپل هیواد د نفوذ له کمښت سره مخامخ سو.
په اوکراین کې د روسیې جگړه: د څلورو کالو شمیرې
د اوکراین د جگړې له امله د تلفاتو او مړو د شمیرو د باوري شمېرو تر لاسه کول ډیر ستونزمن دي، خو څلور کلنو شخړو د اټکل له پاره کافي مواد برابر کړي دي. دلته د جگړې ځینې کلیدې شمېرې دي:
د ستراتیژیکو او نړیوالو معلوماتو د مرکز په وینا، د ۲۰۲۰ م کال د فبرورۍ او ۲۰۲۵ م کال د ډسمبر ترمنځ د روسیې لورې ته د ۳۲۵ زرو وژل سوو کسانو په شمول، یو اعشاریه ۲ میلیونه تلفات.
په ورته وخت کې داوکراين لوري ته د ۱۴۰ زره وژل سوو کسانو په گډون د ټولو تلفاتو شمیر د ۵۰۰ زره تر ۶۰۰ زره دی.د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د څار د ادارې (UNHCR) په وینا، چې په خپله یې مني چې دا د تلفاتو حداقل اټکل دی، ملکي تلفات د ۴۰ زره ۶۰۰ څخه ډیر دي چې په دې کې ۱۴ زره ۹۹۹ وژل سوي ملکي کسان شامل دي.د ملگرو ملتونو په وینا په دې جکړه کې۷۶۳ کوچنیان وژل سوي دي.
د جګړې د مطالعاتو د انسټیټیوټ په وینا، روسیه د اوکراین ۱۹،۴ سلنه مځکه کنټرولوي، چې د ۲۰۲۲ کال د فبروري څخه مخکې ۷ سلنه وه.
روسي ځواکونو تیر کال د اوکراین یوازې صفر اعشاریه ۷۹ سلنه خاوره د یوې سختې جګړې په ترڅ کې ترلاسه کړه.
تیر کال اوکراین ته بهرنۍ مرستې د ۲۰۲۲-۲۰۲۴ کلونو د اوسط په مقایسه ۱۳ سلنه راکمې سوې دي.
۵،۹ میلیونه اوکراینیانو خپل هیواد پرې ایښی دی، ډیره برخه یې اروپا ته تللې، ۳،۷ ملیون د اوکراین په دننه کې بې ځایه سوي دي.