د امریکا سفارت: خلیلزاد کابل ته ورسید
۱۳۹۷ دی ۲۵, سهشنبهد سې شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جنوري میاشتې پر ۱۵ نیټه) په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو د سفارت له لوري په یوه خپره شوي اعلامیه کې ویل شوي چې د سولې په چارو کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، به په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او نورو سیاسي مشرانو سره ملاقاتونه ولري.
په اعلامیه کې د دې لیدنو دلیل د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو په برخه کې د همکارۍ له پاره د راتلونکو اقداماتو پر سر بحث یاد شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د تیر میلادي کال په دسمبر میاشت کې خلیلزاد د افغانستان د سفر پر مهال ویلي وو چې د افغانستان د شخړې حل هغه مهال شونی دی کله چې ټولې ښکیلې خواوې په خپلو کې کښینې او د یو بل په منلو او د دوه اړخیزه درناوي په فضا کې د افغانستان د سیاسي راتلونکي په هکله په یوه ګډ توافق هوکړه وکړي.