پنتاګون: له طالبانو سره د یوه ښه توافق له پاره کار روان دی
۱۳۹۸ شهریور ۱۶, شنبهپه داسې حال کې چې روانه اوونۍ په افغانستان کې تاوتريخوالو زور اخیستی دی، د ولسمشر اشرف غني په ګډون افغان مشرانو، په قطر کې د امريکا متحده ايالاتو د ځانګړي استاځي زلمي خليلزاد او طالب استاځو تر منځ د شوي توافق پر مسودې باندې سختې نيوکې کړي دي.
اسپر په پاريس کې د خپل فرانسوي سيال سره په يو خبرې کنفرانس کې وويل: «د متحده ايالاتو له نظره تر ټولو ښه لار سياسي توافق دی، کوم چې موږ ورباندې همدا اوس په زيار سره لګيا يو کار کوو، خو دا په دې معنې نه ده چې موږ به هر ډول توافق کوو.»
د متحده ايالاتو د دفاع وزير زياته کړه: «موږ ډاډه يو چې يو ښه توافق ته ورسيږو، داسې د پام وړ يو توافق چې لږ تر لږه زموږ د هیوادونو امنيت په کې ښه شي او افغانانو له پاره د يوې روښانه راتلونکې لاره هواره کړي.»
د امريکا او طالبانو تر منځ د شوي توافق له مخې به په زرونو امريکايي سرتيري له افغانستان څخه وځي او په بدل کې به طالبان د دې ضمانت کوې چې د افغانستان له خاورې به په راتلونکې کې پر امريکا او د هغو پر متحديدينو د تروريستي اهدافو په موخه کار نه اخیستل کيږي.
خو د دغه توافق پر اساس، په افغانستان کې بشپړه سوله راتلل چې وشي کړای په دغه هيواد کې روانه اتلس کلنې جګړې ته د پاي ټکی کيږدي، د بين الافغاني خبرو اترو پورې تړلې ده. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغان حکومت له خوا د اوربند وړانديز رد کړی او سربيره يې په ټول هيواد کې خپلو حملو ته زور ورکړی دی.
د امريکا ځانکړی استاځی زلمی خليلزاد او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو تر ټولو لوی قومندان جنرال ميلر د جمعې په ورځ (د سپتمبر ۶مه) بيا د قطر پلازمينې دوحه ته ولاړل تر څو طالبانو سره خبرو اترو ته ادامه ورکړي. طالبانو له دوی سره دغه خبرې ګټوري بللي دي.
د رپوټونو پر اساس، د افغانستان ولسمشر اشرف غني چې په پام کې وو د امريکا متحده ايالاتو له ولسمشر دونالد ترمپ سره د ليدنې په موخه واشنګتن ته سفر وکړي، خپل سفر امريکا ځنډولی دی.