د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات دریدلي
۱۳۹۸ آذر ۲۲, جمعهد جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د دسمبر میاشتې په ۱۳مه نیټه) د افغان سولې له پاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د قطر په پلازمینه دوحه کې له طالبانو سره مذاکرات تر څو ورځو وروسته اوس د لنډې «دمې» یا وقفې په حالت کې دي. دغه مذاکرات وروسته له هغې چې په تیره سپتمبر میاشت کې د ولسمشر ترمپ له لوري لغوه شوي وو، د تیرې شنبې په ورځ یو ځل بیا پیل شول.
خلیلزاد په داسې حال کې دغه خبر ورکوي چې د تیرې چهارشنبې په ورځ طالبانو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په تر ټولو سترې پوځي اډې یعنې بګرام باندې برید وکړ چې په پایله کې یې دوه ملکیان ووژل شول او له ۷۰ ډیر کسان پکې ټپیان شول.
د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي خلیلزاد پر خپله ټویټر پاڼه باندې د یاد برید په هکله هم غوسه څرګنده کړې او ویلي دي چې «طالبان باید وښيي چې دوی غواړي او د دې وړتیا لري چې د سولې له پاره د افغانانو هیلو ته ځواب ورکړي.» نوموړي په دې ټویټري پیغام کې همدا راز لیکلي: «موږ اوس لنډه دمه اخلو ترڅو دوی له خپلو مشرانو سره پر دغې مهمې مسئلې سلامشورې وکړي.»
په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بیا د یادو مذاکراتو په هکله په یوه ټویټري پیغام کې دغه مذاکرات «مثبت او ښه» بللي دي. د روانې اونۍ په پیل کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له آریانا نیوز تلویزون سره په یوه مرکه کې ویلي وو چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ یو تړون ښايي د دوو اونیو څخه په کمه موده کې لاسلیک شي.
د طالبانو او امریکا ترمنځ د افغان سولې په هکله مذاکرات د ۲۰۱۸م کال په جولای میاشت کې پیل شول. د دواړو لورو ترمنځ د احتمالي توافق له مخې امریکا متحده ایالات اړ دي چې تر توافق وروسته په ۱۳۵ ورځو کې له افغانستان څخه خپل ۵۰۰۰ سرتیري اخراج کړي. سربیره پر دې، د توافق په اساس، طالبان اړ دي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي داسې یو اقدام چې طالبانو تر اوسه پورې رد کړی دی. طالبان د افغانستان حکومت د امریکا یو لاسوڅی حکومت ګڼي، خو حکومت بیا د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په مالکیت د سولې پر خبرو ټینګار کوي.