1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امريکا کانگرس زلمی خلیلزاد احضار کړی دی

۱۳۹۸ شهریور ۲۲, جمعه

د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د دغه هیواد د استازو مجلس احضار کړی دی. دغه مجلس شکایت کړی دی چې دوی له طالبانو سره د سولې د خبرو څخه چې اوس ختمي شوي، ناخبره ساتل شوي.

https://p.dw.com/p/3PWWV
Kabul Afghanistan politische Debatte TV
انځور: Getty Images/W. Kohsar

د امریکا متحده ایالاتو د استازو مجلس د بهرنیو چارو د جرګه ګۍ مشر ایلیوت اېنګل، زلمی خلیلزاد احضار کړی دی، څو د سپتمبر میاشتې پر ۱۹مه نیټه دغې کمېټې ته حاضر شي.

دغه الزامي امر، وروسته له هغې کیږي چې د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ وویل چې له طالبانو سره خبرې اترې مړې شوي دي او دښمن به لا وځپي. تر دې دمخه ترمپ له طالبانو سره د خبرو اترو د لغوه کیدو اعلان کړی وو.

د استازو په مجلس کې د دیموکراتانو تر برلاسۍ وروسته دا لومړی وار دی چې د احضاریدو یو امر اجرا کیږي. د بهرنیو چارو د جرګه ګۍ مشر اېنګل ویلي دي چې د ترمپ ادارې له میاشتو راهیسې د مجلس د استازو دا غوښتنه له پامه غورځولې ده چې له طالبانو سره د خبرو اترو په هکله ورته معلومات ورکړل شي.

د اېنګل له خوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي: «په افغانستان کې تر۲۰۰۰ زیات امریکایان وژل شوي دي او زه له دې ادارې ستړی شوی یم چې کانګرس او امریکایان د سولې د پروسې او دا چې موږ به څرنګه دغه اوږده جګړه ختمه کړو په هکله په تیاره کې ساتي.»

د اېنګل په خبره دې ته اړتیا ده چې د حکومت له مسئول کس څخه په مستقیمه توګه د افغانستان په هکله واوریدل شي او په دې پوهه شې چې دغه خبرې اترې ولې ختمې شوي دي.

د کانګرس له لوري احضاریدل، چارواکی حاضریدو ته واداره کوي، خو د ترمپ ادارې د احضار څخه د ډډې کولو له پاره غیر عادي چلن غوره کړی او حقوقي مبارزې یې پيل کړي دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په سملاسي توګه د خلیلزاد د احضاریدو په هکله کومه تبصره نه ده کړې.

خلیلزاد چې په دوحه کې یې له طالبانو سره د خبرو اترو نهه پړاوه تر سره کړل، د تړلو دروازو تر شاه د شوو خبرو اترو په هکله يې ډیر لږ جزئیات وړاندې کړي دي.

تر نهم پړاو خبرو وروسته هغه وویل چې له طالبانو سره په اصولو کې یوه توافق ته رسیدلی دی چې له مخې به یې متحده ایالات له افغانستانه ځواکونه باسي او وسله وال به له القاعدې سره د اړیکو د پریکولو ژمنه کوي.

ترمپ له دي سره لیوالتیا لرِ چې د متحده ایالاتو په تاریخ کې تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی کښیږدي، چې اتلس کاله دمخه د سپتمبر د یوولسمي تر پيښو وروسته پیل شوه. خو ترمپ د طالبانو له لوري د وروستیو بریدونو له کبله چې پکښې یو امریکایي سرتیري هم ووژل شول دغه خبرې اترې لغوه کړې.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مورګان اورتاګس، د چهارشنبې په ورځ وویل چې خلیلزاد پر خپله دنده پاته دی او واشنګټن ته راګرځیدلی دی خو د ترمپ له څرګندونو سره سم له طالبانو سره خبرې اترې ختمې شوي دي.

(afp)