1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المپیک سياليو د مهاجرو په ټیم کي درې افغان مهاجر شامل دي

۱۴۰۰ خرداد ۱۹, چهارشنبه

د المپیک نړيوالي کمېټې په توکیو کي د المپیک په سیالیو کي د مهاجرو د ټیم غړي اعلان کړي چي په هغو کي درې افغان مهاجر هم شامل دي. د دغه ټیم اوه غړي په آلمان کي میشت پناه غوښتونکي دي.

https://p.dw.com/p/3ud8Y
Japan Tokio | Olymympische Ringe
انځور: Koji Sasahara/AP/picture alliance

د هغه ليست له مخي چي د المپیک نړيوالي کمېټې له خوا خپور سوی دی، د بایسکل ځغلوني په برخه کي په فرانسه کي مېشته افغانه کډواله، معصومه علي زاده، د جودو په برخه کي په روسیه کي افغان مهاجره نگاره شاهین او د تکواندو په برخه کي په بلجیم کي میشت افغان مهاجر عبدالله صادقي هم په دغه ټیم کي شامل دي.

د نوموړي ټیم اوه غړي په آلمان کي پناه غوښتونکي دي. د لامبو په برخه کي علاء ماسو او یسرا مردینی، د سوک وهني په برخه کي وثیم سلامانا، د کراتې په برخه کي محمد علی رشوان او وایل شعیب او د جودو په برخه کي احمد علیکای په آلمان کي میشت هغه سوریايي پناه غوښتونکي دي چي دغه ټیم ته انتخاب سوي دي.

همدارنگه د تکواندو په برخه کي کیمیا علي زاده او د کښتۍ چلولو په برخه کي سعید فضل اولی په جرمني کي میشت ایراني مهاجرو هم د نوموړي ټیم غړیتوب ترلاسه کړی.

د المپیک د نړیوالي کمېټې رئیس، توماس باخ د دغو ورزشکارانو د معرفي کولو پر وخت وویل: » تاسو د المپیک د ټولني مهمه برخه یاست او موږ په پرانیستې غیږه تاسو هرکلی کوو.«

دغه ورزشکاران د سپورټ د وړتیاوو او د ورزش د ډولو په نظر کي نیولو پرته د ښځو او نارینه وو تر منځ د مساوات د رعایت او د هغوی د اصلي هیوادونو پر اساس انتخاب سوي دي.

د جاپان المپیک په سږنیو سیالیو کي د نړۍ له ۱۳ هیوادونو څخه ۵۵ ورزشکارانو د دې چانس درلود چي د المپیک د مهاجرو په ټیم کي د غړیتوب له پاره سیالۍ سره وکړي. د آلمان ترڅنگ ۲۰ نورو هیوادونو هم د ۲۰۲۰م کال د المپیک په لوبو کي د گډون له پاره، پناه غوښتونکو ته د گډون زمینه برابره کړې ده.

په پام کي ده چي د جولای پر ۲۳ مه د المپیک سیالیو د پرانیستلو په ورځ، تر یونان وروسته د مهاجرو ټیم د المپیک تر بیرغ لاندي په دوهم ځای کي میدان ته داخل سي. د دغه ټیم مشري له کینیا څخه د ځغاستي نړیواله اتله، تیگلا لورو پر غاړه لري.

د مهاجرو ټیم په اول وار په ریو کي د ۲۰۱۶م کال په سیالیو کي گډون کړی وو. په هغه وخت کي له ایتوپیا، سوریې، جنوبي سوډان او کانگو دیموکراتیک جمهوریت څخه لسو ورزشکارانو برخه اخیستې وه.

د المپیک نړیواله کمېټې د ۲۰۱۸م کال په اکتوبر کي پریکړه وکړه چي په المپیک کي د مهاجرو د سیالیو برنامه چي د ملگرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیسارۍ له خوا یې ملاتړ کیږي، په توکیو کي د ۲۰۲۰ م کال د المپیک له پاره تمدید کړي. دغه سیالي د کرونا پاندیمي له امله یو کال وځنډیدې او د روان کال په دوبي کي ترسره کیږي.

GP/NZ (dpa)