1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د الترا ساوند په مرسته د پناه غوښتونکو د سن معلومولو غوښتنه

۱۳۹۷ بهمن ۲, سه‌شنبه

د آلمان ډاکټرانو تیر کال د هغو مهاجرو د سن معلومولو غوښتنه رد کړې چې یوازې وي او ادعا کوي تر ۱۸ کلنۍ کښته دي. د آلمان د روغتیا وزارت اوس د بدیلې لارې په توګه د التراساوند آزمونو پر ارزولو یو میلیون یورو لګوي.

https://p.dw.com/p/3BxdE
Deutschland - Symbolbild Minderjährige Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/U. Deck

د پناه غوښتونکو سن، په آلمان کې د هغوی پر پاتېدو او راتلونکې باندې ډیره زیاته اغیزه لرلی شي. په اصل کې هغه تر ۱۸ کلنۍ کښته پناه غوښتونکي چې آلمان ته یوازې راغلي وي، له دې هیواد څخه نه شي اخراجیدای. دغه پناه غوښتونکي آلمان ته له رسیدو سره د ښوونځی او یا روزنیزو کورسونو د سمدستي پیلولو حق هم لري.

په وروستیو میاشتو کې د کم سنه پناه غوښتونکو د عمر د تعینولو له پاره د الزامي آزموینو ترسره کولو پر موضوع بحثونه شوي دي. اوس مهال د پناه غوښتونکو د سن د تعینولو له پاره آزموینې د آلمان په بیلابیلو ایالتونو کې سره توپیر لري.

تیر کال په دې اړه بحثونه هغه وخت ودرول شول چې د آلمان روغتیایي ټولني، د روغتیا وزارت هغه وړاندیز رد کړ چې له مخې یې باید د ایکس رې په واسطه د پناه غوښتونکو عمر تعین شوی وای. دې ټولنې ویلي چې دا کار له اخلاقي او روغتیایي لحاظه ناسم دی او هغه یې د «انسانانو په رفاه کې مداخله» بللې وه.

د آلمان د روغتیا وزیر ینس شپان، اوس د بدیلې لاري موندلو له پاره یوې څېړني ته یو میلیون یورو ورکوي چې روښانه کړې ایا التراساوند کولی شي د خلکو د سن د تعیینولو له پاره وکارول شي او که نه. د دې هدف له پاره «فراوون هوفر انستیتوت» یوه وړوکي آله جوړه کړې ده چې اندازه یې د بوټانو تر یوې قوطي لویه نه ده.

شپان وویل: «زه دا خبره چې ډاکټران د ځوانو پناه غوښتونکو د سن تعینوولو له پاره د اکس کارونې ته زړه نازړه دي، درکولی شم. خو موږ اړ یو چې د هغوی سن تعین کړو. ځکه دا موضوع د پناه غوښتنې، او د شک په صورت کې پر قانوني بهیرونو باندي اغیزه لري.»

هغه زیاته کړه: «له همدې کبله باید موږ داسې لاره وموندو چې دغه کار د ټر ټولو کمو طبعي ماشینونو په کارولو سره ترسره کړو.»

د دغې یو میلیون یورویي څیړنې پایلې به د ۲۰۲۰م کال تر پایه پوري خپرې شي.

پایلې څومره د اعتماد وړ دي؟

د ایکس رې له لاري د پناه غوښتونکو د سن تعینوولو منتقدین وایي چې دغه بهیر کیدای شي د انسان بدن ته زیان ورسوي او ټینګار کوي چې له دې لارې د شویو ارزونو پایلې هم باید په ډیر دقیق ډول وڅیړل شي.

د انسان د لاس یو شمیر مشخص هډوکي په سر کې له غضروفونو جوړ شوي وي او یوازې د وخت په تیریدو په هډوکو بدلیږي. دا پر هډوکي د دغو غضروفو بهیر څومره پرمختللی دی، د ایکس رې له لارې معلومیدای شي او بیا له همدې لارې د یوه کس سن هم تعینیدای شي.

خو پر هډوکې د دې غضروفونو د بدلیدو بهیر د ټولو له پاره یو ډول نه وي او له همدې کبله له دې لاري تعین شوی سن کیدای شي درې کاله پورته یا کښته وي. په دې ترتیب نو یو څوک چې ادعا کوي ۱۸ کاله عمر لري کیدای شي د ۱۵ او ۲۱ کلونو تر منځ عمر ولري.

د آلمان د ډاکټرانو د ټولني مشر فرانک اولریش مونتګومري، د ایکس رې پر ځای د سن تعینوولو په موخه له الترا ساوند څخه د استفادې هرکلی کړی. خو هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې د دې تخنیک له مخې د ترلاسه شویو پایلو دقیق والي باید وارزول شي.

«د مجرمینو په څیر چلن»

آن که ثابته شي چې د التراسوند کارونه د ایکس رې په پرتله دقیقې پایلې لري، د مهاجرو له پلوي سازمان پرو ازیول څخه بیرند میسوویچ، بیا هم له دې کار سره مخالف دی. هغه وایي: «د روغتیا وزیر هغه کم سنه پناه غوښتونکي چې یوازې راغلي دي له مجرمینو سره په یوې کټګوري کې راولي.»

هغه روښانوي چې د ایکس رې له لارې د سن الزامي تعینول یوازې په جرمي څیړنو کې او یا هم د روغتیایي دلایلو له مخې کارول کیږي.

هغه وایي: «که یو څوک ۱۹ کلن یا ۲۰ کلن وي چې له خپل هیواده تښتیدل يې دا چانس پیدا کړي چې زده کړې وکړي او په آلمان کې له دې کبله چې یو څو کاله یې ځانونه ځوان ښولي دي، ادغام شي؛ د دې بدیل په پرتله ښه خبره دا ده چې که کیدای شي په راتلونکې کې د هغوی چانسونه ډیر کم کړي.»

سوریایي یودي یون، د هغوی ۷۰۰۰۰ کم سنه پناه غوښتونکو له ډلې څخه یو وو چې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۷ کلونو تر منځ آلمان ته راغلي دي. هغه د آلمان سرحدي سیمي پاساو ته تر رسیدو وروسته، د خپل لاس هډوکی ایکس رې کړ چې چارواکي یې سن تعین کړي. دغه پناه غوښتونکی هغه وخت ۱۶ کلن وو.

هغه دویچه ویله ته وویل: «زه د سن د تعینولو له آزموینو سره کومه ستونزه نه لرم. که یوه کس د خپل عمر په اړه دروغ ویلي وي، نو سړی نه شي پوهیدای چې نور کوم دروغونه به یې ویلي وي.»

د قتل قضیې د سن د تعینولو په اړه بحث راوپاروه

د سن د تعینولو له پاره د الزامي آزموینو په اړه بحث د ۲۰۱۷م کال په دسمبر کې په کندل ښار کې د یوې ۱۵ کلنې نجلۍ تر وژل کیدو وروسته ډیر تود شو. په قضیه کې تورن کس عبدال د. نومیده چې له افغانستانه آلمان ته راغلی وو. هغه ته د خپلې پخوانۍ ملګرې د وژلو په جرم کې د اتو کلونو او شپږو میاشتو زندان جزا ورکړل شوه.

عبدال د. د ۲۰۱۶ کال په اپریل میاشت کې آلمان ته یوازي رارسېدلی وو او چارواکو ته یې ويلي ول چې ۱۵ کلن دی. خو تر جرم وروسته، د هغه د سن په اړه پوښتنې راپورته شوي او یو رپوټ دې نتیجې ته ورسید چې دغه افغان پناه غوښتونکي د جرم د ترسره کولو پر وخت لږ تر لږه ۱۷ کاله او شپږ میاشتې عمر لاره. په رپوټ کې دا هم راغلي ول چې هغه کیدای شي د جرم د ترسره کولو پر مهال ۲۰ کلن وو. په پای کې د محکمې پریکړه وکړه چې عبدال ته د کم سنه مجرم په توګه جزا ورکړي.

په نورو اروپايي هیوادونو کې د سن د تعینولو الزامي آزمویني له پخوا څخه موجودې دي. د بیلګې په توګه په بیلجیم کې که د یوه پناه غوښتونکي عمر د اسنادو په مرسته تعین نه شي نو د غاښونو، لاسونو او پښو هډوکو ایکس رې یې اخیستل کیږي. په عین حال کې په ایټالیا او سویدن کې هم د سن د تعینولو له پاره د ایکس رې آزمونې ترسره کیږي.

 

زموږ له ارشيف څخه: