1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له طالبانو د ایران د ملاتړ د زیاتیدو په هکله اندیښنې

۱۳۹۵ دی ۲۴, جمعه

د طالبانو د ډلې د اصلي ملاتړي په توگه د پاکستان نوم د ډیری افغانانو په خوله دی. خو د افغانستان لویدیځ کې چارواکي وایي چې ایران هم له دغه ډلې سره د وسلو مرسته کوي. په هرات کې د دویچه ویله خبریال دغه قضیه څیړلې ده.

https://p.dw.com/p/2Vkh7
Symbolbild Taliban
انځور: Getty Images/AFP/A. Karimi

د فراه ولایت ځایي چارواکي وایي چې د دوې ارزونې ښيي چې د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې چې د طالبانو د لاس کومې وسلې افغان امنیتي ځواکونو ته په گوتو ورغلي دي، د ایران پرته یې په سیمه کې بل هیواد نه لري.

د فراه والي آصف ننگ، وایي پر دې سربیره چې په روان لمریز کال کې د طالبانو عایداتي سرچیني کمې شوي دي خو لیدل کیږي چې په دغه ولایت کې د دولتي قواوو پر مواضع باندې د یاغیانو په بریدونو کې ډیروالی راغلی دی.

آصف ننگ په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې طالبانو یوازې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې د دغه ولایت په ښارونو او ولسوالیو کې پر دولتي پوستو باندې تر څلویښتو زیاتې ډله ایزې حملې تره سره کړې دي. د هغه په خبره له طالبانو سره چې کومې وسلې دي، د ایران پرته یې په سیمه کې بل هیواد نه لري.

د بخش آباد د بند د چارو بندولو هڅې

همداشان د فراه والي پر دې خبره هم ټینگار کوي چې په دغه ولایت کې د بخش آباد د اوبو بند د جوړولو مخنیوی د ایران یو بل هدف دی، چې په وینا یې دغه پلان به یې له ناکامۍ سره مخامخ شي.

د فراه د ولایتي شورا غړی فرید بختور، وایي: «په هغه صورت کې چې دغه بند جوړ شي ایران ته د فرارود د سیند د اوبو د رسیدو مخه نیسي، ځکه چې د دغه سیند اوبه د ایران د زابل سیمې ته بهیږي او له دې طریقه د ایران د سیستان او بلوچستان سیمو خلک د فراه له اوبو څخه گټه اخلي. دغه هیواد هڅه کوي چې د بیلابیلو لارو د فراه د بخش آباد د اوبو بند جوړولو مخه ونیسي، ځکه ایران هره ورځ د زراعتي اوبو له کمښت سره مخامخ دی.»

په عین وخت کې د فراه ولایتي شورا مسوولین له مخالفینو څخه ملاتړ د هیواد د ملي گټو پر وړاندې د جدي خطر په توگه انگیري. فرید بختور «له طالبانو څخه د ایران د پوځي او مالي ملاتړ» پر وړاندې د حکومت پر بې پروایې باندې انتقاد کوي او له حکومت څخه غواړي چې له نړیوالو سازمانونو د عدالت غوښتنه وکړي.

افغانستان له ایران سره ۹۳۰ کیلو متره ګډه پوله لري.
انځور: AP/DW-Montage

له بل اړخه د هرات امنیتي چارواکي هم د سیمې د استخباراتو لاسوهنه په دغه حوزه کې د جگړې د دوام او د نا امنۍ د پیښو اصلي دلیل گڼي.

د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ د تروریزم ضد مبارزې مدیر فضل الرحمان خادم، د سه شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې د ترور او له مخالفینو سره د همکارۍ په تور د درې ایراني اتباعو د نیول کیدو خبر ورکړ.

هغه وویل چې د عبدالله اکبري گروپ، چې د هرات د گذره ولسوالۍ په ساحه کې د دولت له مخکښو مخالفینو شمیرل کیږي او په وینا یې زیاتره وخت په ایران کې وي، هم د دغه هیواد له لوري تجهیزیږي.

د افغانستان په غربي حوزه کې د ۶۰۶ زون قوماندان پاسوال حسن شاه فروغ، هم په یوه ځانگړې مرکه کې وویل چې د دوی څیړنې ښيي چې ایران د افغانستان په لویدیځ کې د داعش پر وړاندې د طالبانو څخه مالي او نظامي ملاتړ کوي.

د هغه په خبره د فراه ولایت په وروستیو جگړو کې، ایران له طالبانو څخه ملاتړ کړی دی چې د دوی له پاره د اندیښنې وړ ده.

خو ښاغلي فروغ پر دې باندې ټینگار وکړ چې د هیواد په لویدیځ کې پولیسو ټول امنیتي تدابیر نیولي دي او د مخالفینو د هر ډول حملو مخه به ونیسي.

په افغانستان کې میشت ایراني دیپلوماتان تورونه ردوي

دا په داسې حال کې ده چې د هرات ولایتي شورا د امنیتي کمېټې مسوول محمد مهدي حدید وایي: «د سیمې هیوادونو په ځانگړې توگه ایران د خپلو گټو د خوندي کولو له پاره د افغانستان د بې ثباته کولو په هڅه کې دی، څو د دغه هیواد له اوبو او معدنونو څخه اعظمي گټه واخلي.»

په هرات کې د ایران سر قونسل محمود افخمي رشیدي، د افغانستان په لویدیځ کې د طالبانو او یا نورو ډلو ټپلو څخه د ایران د ملاتړ په تړاو تورونه ردوي او هغه بې بنسټه گڼي. هغه وایي: «قطعا دغه تورونه چې پر موږ پورې کیږي، ټول کذب، بهتان او درواغ دي.»

د محمود افخمي رشیدي، په خبره ایران تل افغانستان ته د دوست او ورور هیواد خطاب کوي او په ټولو برخو کې په شمول د افغان مهاجرو وضعیت ته رسیدگي او په دغه هیواد کې د بیا رغاونې د پروژ پر لاره اچولو کې هڅې کوي.

د افغانستان په لویدیځ کې د هرات او فراه ولایتونه له ایران سره گډه پوله لري او ویل کیږي چې دغه هیواد په وروستیو څو کلونو کې په دغو ولایتونو کې په سلونو زیر بنایي او عام المنفعه پروژې پرانیستې او گټې اخیستنې ته سپارلي دي.

شعیب تنها، هرات