د افغانستان په شمال کی ۱۲ سرتیري وژل شوي
۱۳۹۸ آبان ۲۹, چهارشنبهاعلان
د کندز د ولایتي شورا غړو خبر ورکړې چې د دغه ولایت د امام صاحب په ولسوالۍ کې رامنځته سوي دغې پیښه کې لږ تر لږه څلور تنه سرتیري ټپیان سوي هم دي.
د ولایتي شورا غړي زیاتوي چې طالبان له میاشتو راهیسې د امام صاحب ولسوالۍ ځینې برخې ترخپل کنترول لاندی لري.
په افغانستان کې په روانه اونۍ کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د بندیانو پر تبادله سربيره هم نښتې ادامه لري.
ولسمشر محمد اشرف غني تر دې دمخه داسې هیله څرگنده کړې وه چې د طالبانو د درو لوړپوړو غړو آزادیدل ښایي د سولې مستقیمو خبرواترو ته لاره پرانیزي. خو دغه ډول خبری تر اوسه د طالبانو له خوا رد سوي. هغوی د کابل حکومت ته د غرب د لاس پوڅي په سترگه گوري.
G.P/B.S/dpa