1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغانستان د ښځو فوټبال غوره ليگ

حسین سيرت/ مسعود جهش۱۳۹۳ خرداد ۹, جمعه

د افغانستان د فوټبال د ملي فدراسیون د ښځو کمېټې په کابل کې د ښځو فوټبال غوره لیگ سيالي پيل کړې ده. په دې لیگ کي اته لوبډلي د لومړي مقام د ترلاسه کولو په موخه له یو بل سره لوبېږي.

https://p.dw.com/p/1C9PM
انځور: DW/H. Sirat

د ښځو فوټبال غوره لیگ په داسې یوه لوبغاړي کې پیل شو چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پکې اعدامونه ترسره کیدل.

۱۳ کاله وړاندي په غازي ستیدیوم کې طالبانو هغه کسان اعدامولو چې د هغوی د قوانینو له مخې به مجرم ثابت شوي ول او د مرگ سزا ورته اوریدل شوې وه.

خو اوس په دې ځای کې د نجونو غږونه اوریدل کیږي چې د خپلې خوښي لوبډلي تشویقوي، څو د غوره لیک لومړی مقام خپل کړي. د ښځو فوټبال د غوره لیگ سياليو د تر سره کېدو اصلي هدف په افغانستان کې د فوټبال په برخه کې د با استعداده نجونو پیژندل دي.

هاجر ابوالفضل د افغانستان د المپیک په ملي کمېټه کې د ښځو فوټبال د څانگي مشره ده. هغې له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د دې لیگ د پيلولو یو بل لوی هدف د نجونو په منځ کې د فوټبال ترویجول دي: «زموږ هدف فوټبال ته وده ورکول دي. غواړو د نجونو په منځ کې هم فوټبال رواج پیدا کړي.»

د غوره ليگ يوه لوبډله
د غوره ليگ يوه لوبډلهانځور: DW/H. Sirat

د ښځو فوټبال غوره لیگ په کابل کې د جوزا میاشتې پر لومړۍ نېټه پیل شوی دی او د یوې میاشتي له پاره دوام کوي. د لیگ په پای کې به د هغو نجونو استعدادونه وپیژندل شي چې په دغو لوبو کې ښې ځلېدلي دي او وروسته به بیا د ۱۴ کلونو، ۱۷ کلونو او ۱۹ کلونو نجنو منتخبي لوبډلي جوړي شي.

آغلې ابولفضل وایي چې په وروستیو وختونو کې افغان ښځو د فوټبال په برخه کې پرمختگ کړی دی: «د تیرو کلونو په پرتله د فوټبال سطحه لوړه شوې ده. په تیرو کلونو کې به موږ خپلي لوبې په نیمه میدانونو کې کولې خو اوس دغه سیالۍ په پوره لوبغالو کې ترسره کیږي.»
لوړي هیلې

هغه نجوني يا ښځي چې د فوټبال په غوره لیگ کې لوبیږي، هیله لري چې یوه ورځ به وشي کولای چې د خپل هیواد بیرغ په نورو هیوادونو کې ورپوي.

خاطره چې په غوره لیگ کې لوبي کوي وایي چې غواړي یوه ورځ د افغانستان له پاره ویاړ راوړي: «زما تر ټولو لویه هیله دا ده چې د فوټبال یوه ښه لوبغاړې شم او د خپل هیواد نوم په نورو هیوادونو کې روښانه کړم او ښه مقامونه وگټم.»

د افغانستان د فوټبال د ښځو لوبډلي په ۲۰۱۰ کال کې د سویلي اسیا په جام کې په بنگله دیش کې لوبې وکړې. دغي لوبډلې په ۲۰۱۲ کال کې د سویلې اسیا په جام کې د پاکستان لوبډلي ته هم ماته ورکړه. په همدې کال کې د افغانستان د فوټبال د ښځو لوبډلي د قطر لوبډلي ته د هغوی په هیواد کې ماته ورکړه.

د کورنیو تشویق

د غوره لیگ ډیري لوبغاړي د ښوونځیو زده کوونکي دي او وایي چې کورنۍ یې له دې موضوع سره کومه ستونزه نه لري چې هغوی د فوټبال لوبي کوي.

خاطره وایي چې کورنۍ یې ورسره خپل هدف ته د رسیدو په لار کې مرسته کوي: «هغه کورنۍ چې روښان فکره وي کولای شي چې خپلي لوڼي درک کړي. دغه کورنۍ پوهیږي چې ورزش د هیواد د ودې له پاره مهم دی. موږ کولای شو د ورزش له لاري خپلو کورنیو ته هم ویاړ راوړو.»

د افغانستان د فوټبال فدراسیون په حواله په ټول افغانستان کې ۱۰۰۰ نجوني فوټبال کوي خو د ځینو ستونزو له کبله هغوی کولای نه شي چې له یوه ولایته بل ته ولاړي شي.