د افغانستان د سولې په تړاو د مسکو غونډه وځنډیده
۱۳۹۷ شهریور ۵, دوشنبهپه پام کې وه چې د سپتمبر میاشتې په څلورمه نیټه د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د افغانستان د سولې په تړاو یوه غونډه وشي خو د ارګ د بیانیې له مخې اوس دغه غونډه ځنډول شوې ده.
د ارګ له لوري په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سیرګي لاوروف سره تیلفوني خبرې اترې کړي دي. ویل شوي دي چې دواړه هیوادونه به په ګډه د دغه غونډې کوربه توب وکړي.
په داسې حال کې چې د مسکو په کوربتوب په دغه غونډه کې د طالبانو د ګډون رپوټونه ورکول کیدل، خو افغان حکومت او امریکا متحده ایالاتو بیا په دغه غونډه کې د نه ګډون پریکړه کړې وه. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ښاغلي صبغت الله احمد احمدي د اګست په ۲۲مه نیټه په دې هکله دویچه ویله ته په یوه تیلفوني تماس کې ویلي وو: «موږ د ماسکو په غونډه کې گډون نه کوو.»
خو د ارګ په خوا په تازه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي: «په دغه تیلفوني مکالمې کې تصمیم ونیول شو چې د لا زیاتې امادګۍ او مؤثریت په خاطر به د مسکو ناسته وځنډول شي تر څو دواړه هېوادونه په ګډه د دغې ناستې له پاره چمتووالی ونیسي. افغانستان او د روسیې دولت به په ګډه د دغې ناستې مدیریت او کوربه توب وکړي.»
د ارګ د وینا پاڼې له مخې په دغه موده کې به «د افغانستان حکومت د کور دننه سلا مشورو ته دوام ورکړي او د دواړو هیوادونو تر منځ به ټیمونه د ناستې څرنګوالی او د وخت معلومولو په خاطر ګډ کار وکړي».