1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بشري حقونو کميسيون: ذهني معلولين تر ټولو زيان ويني

۱۳۹۸ آذر ۱, جمعه

د افغانستان د بشري حقونو کميسيون وايي له ذهني پلوه معلوليت لرونکو ماشومانو سره په مختلفو ډولونو تاوتریخوالی ترسره کیږي او ترې ناوړه استفاده کيږي. په ځانګړې توګه معلوليت لرونکي او بې کوره نجونې د جنسي تیري قرباني ګرځي.

https://p.dw.com/p/3TY0Q
Afghanistan Heim für Menschen mit geistiger Behinderung
انځور: Getty Images

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون په ورستيو کې د «ذهني معلولیت لرونکو ماشومانو د بشري حقونو وضعيت» په نوم يو رپوټ خپور کړی دی. دغه رپوټ د افغانستان په اوو ولايتونو چې پکې کې کابل، پروان، پنجشير، لوګر، کاپيسا او ميدان وردک هم شامل دي، چمتو شوی دی.

دغه کمیسيون په خپل رپوټ کې دغه له ذهني پلوه معلوليت لرونکي ماشومان تر ټولو ډیره زيانمنیدونکي ډله ښوولې ده چې د مختلفو ګواښونو او خطرونو سره مخامخ دي. د دغې ادارې د رپوټ پر اساس يو شمير معلول ماشومان حتی په خپلو کورنو کې هم ځای نه لري او دوی په عامه ځايونه کې پريښودل کيږي. همدا رنګه ويل شوي چې له ذهني پلوه معلوليت درلودونکو ماشومانو ته په روزنتونونو کې هم پناه نه ورکول کيږي.

د بشري حقونو د کميسيون په رپوټ کې ويل شوي چې د ذهني پلوه معلوليت لرونکو ماشومانو له پاره تر اوسه د افغانستان په یوازې څو ولايتونو کې د ګوتو په شمير حمایوي مرکزونه موجود دي، خو داسې ځانګړي او معياري مرکزونه چې دغه ډول ماشومان په کې په سمه توګه وساتل او وروزل شي، شتون نه لري. دغه کميسيون په دې برخه کې تر ټولو لويه ستونزه، د افغانستان په اکثرو ولايتو کې د دغو ماشومانو د اوسيدو او د زده کړو د ځانګړو مرکزونو کمښت ښوولی دی.

جګړه د معلوليت يو تر ټولو ستر لامل

د افغانستان د بشري حقونو د کميسيون اړوند، د معلوليت لرونکو افرادو د حقونو د ملاتړ څانګې هم په دې هکله رپوټ خپور کړی دی. د بشري حقونو د کميسيون رپوټ د دغه کميسيون د اتو سيمه یيزو دفترونو له خوا د ۱۷۱۶ تنو معلوليت درلودونکو کسانو سره د مرکو په مټ چمتو شوی دی. دغه مرکې د افغانستان په ۳۱ ولايتونو کې د مخلتفو عمرو درلودونکو ښځينه او نارينه معلولیت لرونکو کسانو سره ترسره شوي دي.

په دې برخه کې د شوو څيړنو له مخې، د معلوليت تر ټولو ستر عامل جګړه پيژندل شوې. له ۹۰۰ څخه ډيرو کسانو په خپلو مرکو کې جګړه د خپل ځان د معلوليت دليل ښودلی دی. طبيعې او ترافيکي پيښو معلولان په دوهمه او دريمه درجه کې ځای لري.

د افغانستان د بشري حقونو کميسيون زياتوي چې د فزيکي، حسي او ذهني معلولانو په ډله کې تر ټولو لږ پاملرنه ذهني معلولانو ته شوې ده.

دغه کميسيون ويلي دي چې په افغانستان کې د معلولو کسانو د ارقامو په اړه کره معلومات نه شته، خو کومه سروې چې په ۲۰۰۵م کال کې د هنديکپ نړيوالې موسسې له خوا ترسره شوې وه، په هغې کې د افغانستان د ټول نفوس ۲،۷ سلنه برخه معلوليت لرونکي کسان جوړوي. په دې ترتيب د معلوليت لرونکو کسانو شمیر شاوخوا ۸۰۰ زره دی. په دغو کسانو کې ۴۱ سلنه یې ښځې دي. همداشان ۲۰۰ زره ماشومان چې ښوونځي ته د تللو شرایط پوره کوي، هم شدید معلولیت لري.

د افغانستان د بشري حقونو کميسيون جګړه، ترافيکي پيښې، د شکرې ناروغي، له ولادت څخه مخکې او وروسته د لازمو روغتيايي پاملرنو نه شتون او ... په افغانستان کې د معلوليت لرونکو کسانو د شمير د زیاتیدو ستر لاملونه ګني. 

د دغه کميسيون رپوټ ښيي چې په افغانستان کې يو شمير معلوليت لرونکي کسان په کورونو کې هم تحقير او توهين کيږي، تبعيضي چلند ورسره کيږی او بلاخره منزوي کيږي. دغه کسان په ټولنه کې هم د خلکو له خوا د تحقير، تبعيض او نه پاملرنې څخه کړیږي.                

پ ع/ ن ف/ م ک ص/ س ر