1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغانستان جګړه د بن بست حالت ته رسېدلې»

۱۳۹۷ آذر ۱۴, چهارشنبه

یوه جګپوړي امریکايي جنرال د سنا غړو ته ویلي دي چې په افغانستان کې جګړه د بن بست حالت ته رسېدلې ده او افغان امنیتي ځواکونه د دومره مرګ ژوبلې تاب نه لري.

https://p.dw.com/p/39Utv
Kenneth F. McKenzie Director of the Joint Staff in der US Army
انځور: picture-alliance/AP Images/A. Brandon

ډګر جنرال کینت مکینزي، د سنا د واسله والو خدماتو جرګه ګۍ ته په بیړه له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د راایستلو او د ستراتیژۍ د بدلون په هکله هم خبرداری ورکړ. هغه ویلي دي چې په دې نه پوهیږي چې څومره وخت ته به اړتيا وي چې افغان ځواکونه د خپل هیواد د دفاع کولو جوګه سي.

مکینزي ویلي دي: «که چیري موږ اوس فورا [افغانستان] پریږدو، زه په دې باور نه لرم چې هغوی [افغان امنیتي ځواکونه] به په بریالي ډول د خپل هیواد دفاع وکړای شي.»

مکینزي زياته کړې ده چې اړتیا ده چې امريکا متحده ایالات او متحدین یي د افغان امنیتي ځواکونو د جلب او روزنې پروسې مرستې ته دوام ورکړي، څو د طالبانو پر ضد وجنگیږي. هغه ويلي دي چي په افغانستان کي د وسله والو طالبانو شمېر ۶۰۰۰۰ اټکل شوی دی.

مکینزي د سنا جرګه ګۍ ته ویلي دي: «هغوی [افغان امنیتي ځواکونه] سخته جګړه کوي، خو هغوی داسي تلفات لري چي زغملای يې نه شي، که موږ دغه ستونزه حل نه کړو د هغوی تلفات د زغملو نه دي.»

په اکتوبر میاشت کې کانګرس ته په وړاندې کړل شوي رپوټ کې سیګار، وویل چې د افغان حکومت په غوښتنه د ۲۰۱۷م کال له سپتمبر میاشتې راهیسې د افغان امنیتي ځواکونو تلفات یي محرمانه طبقه بندي کړي. خو په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د روان میلادي کال د می او اکتوبر میاشتو تر منځ تلفات د پخوانې همدې مودې په پرتله ډیر لوړ دي.

د اکتوبر میاشتې په ۳۰مه نیټه د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیم متیس، وویل چې یوازې په اګست او سپتمبر میاشتو کې د افغان امنیتي ځواکونو تر۱۰۰۰ زیات کسان وژل شوي دي. د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني په نومبر میاشت کې وویل چې په تیرو څلورو کلونو تر۲۸۰۰۰ زیات افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

مکینزی په داسې یوه وخت کې دغه تته اروزونه وړاندې کوي چې د کانګرس په منځ کې د افغانستان په ۱۷ کلنې جګړې کې د نه پرمختګ له کبله ناهیلي شته. سناتورانو له نوموړي جنرال څخه په جګړه کې د نه پرمختګ او همداشان د طالبانو له لوري د نورو سیمو د نیولو په هکله پوښتنې وکړې. 

سناتور بن پیترز، مکینزي ته وویل چې د کانګرس غړي له کلونو راهیسې د یوه بن بست خبره اوري. د هغه په خبره د افغانستان له جګړې ۱۷ کاله اوړي او دا ډیره موده ده: «کله چې د افغان امنیتي ځواکونو موضوع مطرح کیږي موږ څه بل ډول کړي دي، چې په دې ۱۷ کلونو کې مو نه دي ترسره کړي؟»

مکینزی چې په منځني ختیځ کې د امریکایي ځواکونو مرکزي قومندانۍ ته نوماند دی او په افغانستان کې یي دوه واره ماموریت هم تر سره کړی د کانګرس د غړو ناهیلې ته تفاهم وښود. خو هغه وویل چې افغان حکومت د زیات نفوس لرونکو سیمو امنیت ته توجه کړې او لیرې پرتې سیمې د یاغیانو لاس ته ورغلي.

مکینزي له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د وروستیو هڅه په هکله هم خوشبیني څرګنده کړه. د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ تیره میاشت په خپلو څرګندونو کې د افغانستان له جګړې څخه د خپل ملاتړ چمتووالی څرګند کړی وو او پر دې يي ټینګار کړی وو چې متحده ایالات د افغانستان د سولې په هکله په قوي خبرو اترو کې دي. د ترمپ اشاره د افغانستان له پاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هڅو ته وه، چې طالبان د خبرو اترو میز ته کښینوي.

خو په عین وخت کې ترمپ دې ته هم اشاره کړې وه چې د دغو مذاکراتو د بریالي کیدو په هکله زیات باور نه لري. خلیلزاد له سپتمبر میاشتې راهیسې د ځانګړي استازي په توګه له ټاکل کیدو راهیسې افغانستان او د سیمې هیوادونو ته په خپل دریم سفر وتی دی.

مکینزي د سناتورانو دا څرګندونې رد کړې چې د سولې خبرې اترې څه نوي نه دي او په تیرو وختونو کې پرې هم بحثونه شوي دي. مکینزي وویل چې د خلیلزاد نوې هڅې د متحده ایالاتو له پاره یو نوی فرصت دی. د نوموړي جنرال په خبره طالبان هم په «بن بست» کې دي او زیاته یي کړه چې دا ډیره مهمه ده چې پر طالبانو باندې پر له پسې فشار وي، څو د سولې خبرو کښیناستو ته یي اړ کړي.

زموږ له آرشیف څخه: