1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د افغان ټاکنو "وروستۍ پایلې"، خلک د هېلو او اندېښنو ترمنځ

۱۳۹۸ بهمن ۳۰, چهارشنبه

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د وروستیو پایلو اعلان د یو شمېر عامو افغانانو د هرکلي ترڅنګ د ځینو د اندېښنې سبب هم ګرځېدلي. ددغو پایلو تر اعلان وروسته د ثبات او همپالنې ډلې مشر عبدالله عبدالله د خپلې بریا اعلان کړی.

https://p.dw.com/p/3Y09z
Afghanistan Kabul Basar in der Stadt
انځور: Getty Images/A. Renneisen

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د وروستیو پایلو په اړه د غبرګونونو په دوام پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، چې تېرې ټاکنې په هېواد کې د بحران او بې اتفاقی لامل شوي. د ښاغلي کرزي له دفتره نن چهارشنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ ۱۹مه) خپرې شوې ویناپاڼې، د نوموړي له قوله لیکلي: «هغه بهیر چې د ټاکنو ترنامه لاندې زمونږ پر خلکو تحمیل شو، یو غیر ملي بهیر ؤ چې د اصولو او د ولسواکۍ له ارزښتونو سره په ټکر کې واقع شو، په ټاکنو کې د خلکو نه ګډون ددغه واقعیت ښه څرګندونه کوي.»

پخواني ولسمشر زیاته کړې چې په اوسني وضعیت کې د سولې د ټینګښت لپاره افغانان ترهرڅه ډیر یووالي ته اړتیا لري.

د تېرو ولسمشریزو ټاکنو نوماند رحمت الله نبیل چې وروستیو پایلو کې څلورم مخکښ نوماند دی په خپل غبرګون کې "وروستۍ پایلې" د ولسواکۍ مرګ بللي. ښاغلي نبیل کابل کې خبریالانو ته ان دا هم وویل چې دغو پایلو د هېواد وضعیت تردې بریده کړکیچن کړ، چې په ځینو ولایتونو کې له ولسواکۍ او ټول شموله حکومتونو څخه د دفاع ترنامه لاندې وسلې هم وېشل شوي.

 هغه وویل: «د درغلیو په پایله کې راوتلی حکومت د منلو وړ نه دی، خو غبرګونی حکومت هم د حل لاره نه ده.»

دا څرګندونې داسې مهال دي چې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې مشر عبدالله عبدالله د ټاکنو د وروستیو پایلو تر اعلان څو ساته وروسته ځان د ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم نن چهارشنبه په جوزجان کې خپلو سلهاوو پلویانو ته د وینا پرمهال د عبدالله عبدالله په مشرۍ د «ټول شموله حکومت» جوړولو څخه ملاتړ وکړ.

دوستم زیاته کړه: «ټول ولایتونه په ځانګړې توګه شمالي ولایتونه چمتووالی ونیسی چې خپل والیان وټاکی... حق اخیستل کیږي، نه دا چې ورکول کیږي.»

FILE PHOTO - Former Afghan president Karzai speaks during an interview in Kabul
پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي چې تېرې ټاکنې په هېواد کې د بې اتفاقۍ باعث گرځيدلي انځور: Reuters/Omar Sobhani

عام افغانان که له یوې خوا تر څه کم شپږ میاشتنیو ناندریو وروسته د ولسمشریزو ټاکنو وروستیو پایلو اعلان ته خوښ دي، خو ترڅنګ یې اندېښمن هم دي. معصومه چې د کابل ښار اوسېدونکې ده دویچه ویله ته وویل، تمه یې نه درلوده چې دا ټاکنې به دومره جنجالي شي. نوموړې زياته کړه: «اوس په ټاکنو کې دولت جوړونکی ټیم ګټونکی اعلان شوی، خو د ثبات او همپالنې ټیم د ټاکنو نتایج نه مني دا زمونږ خلکو لپاره د اندېښنې وړ دی.»

د کابل ښار یوه بل اوسېدونکي احمد پذیر نیازي دویچه ویله ته وویل، په تير ۲۰۱۴ میلادي کال د ملي یووالي په نوم حکومت ونه توانید چې په هېواد کې د زورواکی دود پای ته ورسوي. د کابل ښار دغه اوسېدونکی اندېښمن دی چې پنځه کاله وروسته هم د ولسواکۍ او د خلکو د رایو پر ځای په زور او ټوپک حساب کیږي.

هغه وويل: «هغه څوک چې اوس ناندرۍ وهي او جنجال جوړوي ولس ته یې ازموینه ورکړې اوس افغان ملت ویښ شوی او د چا ګټو لپاره نه غواړي قرباني شي.»

هاخوا د ټاکنو څارونکي بنسټونه بیا پر ټاکنیزو کمېسیونونو نېوکه کوي چې د شاوخوا شپږ میاشتو کار سره سره هم پردې ونه توانېدل چې ټاکنیزې ډلې قانع کړي. د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا په خپله وروستی اعلامیه کې ویلي:«تمه کېده چې د ټاکنو وروستۍ پایلې د ټولو ټاکنډلو د منلو وړ وګرځي، خو له بده مرغه ولیدل شول چې د څو میاشتني ځنډ سربېره هم د ټاکنیزو کمېسیونونو اجراات د ټولو ټاکنډلو د باور وړ ونه ګرځېدل.»

خو د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې دویم مرستیال سرور دانش بیا پر ټاکنیزو ډلو غږ کړی چې د ټاکنو پایلې دې ومني. ښاغلي دانش د لویې جرګې په خیمه کې د شوروي اتحاد پوځونو د وتلې لمانځغونډې ته وویل، ټاکنیزې سیالۍ پای ته رسېدلي او اوس د یووالي وخت دی.

دانش په خپلو خبرو کې زياته کړه: «باید له اختلافاتو تیر شو د یووالي لپاره یو نوی فصل پرانیزو او د یوه ټول شموله حکومت جوړولو هلې ځلې وکړو.»

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون تېره ورځ ولسمشر محمد اشرف غني ۹۲۳ زره او ۵۹۲ رایو په خپلولو سره چې د ټولو اچول شویو رایو ۵۰،۶۴ سلنه کیږي، د ۲۰۱۹ میلادي کال ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی اعلان کړ.

ددغو پایلو له مخې، عبدالله عبدالله د ۷۲۰ زره او ۸۴۱ رایو، ګلبدین حکمتیار د ۷۰۲۴۱ او رحمت الله نبیل د ۳۳۹۱۹ رایو په ګټلو سره دویم، دریم او څلورم مخکښ نوماندان اعلان شوي.

اسماعیل شاکر – کابل