1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسپانيا په لور د لارې بدلون سره هم د بالکان حالت ښه نه دې

۱۳۹۷ تیر ۳۰, شنبه

په وروستيو کې د اسپانيا پر مسير د مهاجرينو د راتګ له زياتيدلو سره لا هم په بالکان کې حالات کړکيچن دي.

https://p.dw.com/p/31rVA
Mittelmeerroute - Flüchtlinge im Boot
انځور: picture-alliance/dpa/AP/E. Morenatti

په وروستيو کې په مهاجرت کې د اسپانيا په لور د مسير بدليدلو ته په پام سره د کارپوهانو په اند، بيا هم د بالکان لارې وضعیت لا ترينګلی پاتې دی.

د اتريش هيواد جنايي چارو د فدرالې ادارې کارپوه. ګيريرالد تاتڅګيرن وايې چې تر شپږ زره پورې مهاجر په دغه سیمه کې لا پاتې دي د هغه په خبره «دا هغه انسانان دي، چې له ډيرې مودې راهيسې هلته اوسیدلي او هم په دې وروستيو کې له يونان څخه هلته راغلي دي.»

دغه راز د سره صلیب نړیوالې کمیټې د معلوماتو له مخې، لکه د بيلګې په توګه بوسنیا ته اته زره انسانان راغلي، چې د ۲۰۱۷ م کال په پرتله يې شمير اته ځلي زيات دی.

  سره صلیب د خبر له مخې يوازي په تيرو څلورو اونيو کې شمیر درې زره کسان وو. ځايي چارواکې بيا وايي چې شمیر يې له درې زره څخه تر څلور زره پورې دی.

تاتڅګيرن د آلمان خبري آژانس ته ويلې چې په يونان کې د جولای مياشتې تر اتمې نيټې پورې ۲۴ زره مهاجر نيول شوي، چې د تیر کال په پرتله ۱۲۲ سلنه زياتوالی ښيي.

دغه راز ناقانونه مهاجرينو راتګ کې د ترکيې او يونان سره پر ګډه پوله د ايوروز بهيدونکی درياب ستر رول لري. تاتڅګيرن وايې چې د کال په لومړۍ نيمايي کې د نيول شويو کسانو شمير څو چنده زيات شوی دی.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب