1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مهاجرین اروپا ته له کومو لارو ځانونه رسوي؟

۱۳۹۷ فروردین ۵, یکشنبه

په اوسنیو شرایطو کې مهاجرین د بوسنیا له لارې د بالکان له هیوادونو څخه په تیریدو ځانونه غربي اروپا ته رسوي. په ۲۰۱۵م کال کې د مهاجرینو د کړکیچ پرمهال شاوخوا لس لکه مهاجرین اروپا ته داخل شوي وو.

https://p.dw.com/p/2uwhq
Griechenland Mazedonien Flüchtlinge bei Idomeni
انځور: Getty Images/M. Cardy

په منځني ختیځ کې د جګړو او افریقايي هیوادونو کې د بې وزلۍ له امله سلګونو زرو مهاجرینو اروپا ته د رسیدو له پاره د بالکان یا د یونان له شمال غرب څخه تیریدونکې لارې غوره کړې وې. تر دې وړاندې به ډیر شمیر مهاجرینو د بوسنیا له غرنیزو لارو په تیریدو سره د سریبیا له لارې ځانونه د اروپايي ټولنې غړو هیوادونو ته رسول. خو د ۲۰۱۶م کال د مارچ میاشتې راهیسې د دغې لارې تر بندیدو وروسته، مهاجرینو د نورو لارو په پیدا کولو پیل کړی. دوی اوسمهال د البانیا او مونټي نیګرو له لارې ځانونه بوسنیا ته رسوي او بیا له هغه ځایه ځانونه اروپا ته رسوي.

په غرب کې د دپلوماتیکو سرچینو په حواله دغه لار معمولاً د ناقانونه وسلو او د نشيي توکو قاچاقبران کاروي. د سرچینو په حواله د مهاجرینو دغه تازه لار، د دې ښکارندويي کوي چې د ناقانونه وسلو او د نشيي توکو د قاچاق کوونکو له د انساني قاچاقبرانو له شبکو سره اړیکې رامنځ ته شوي دي.

د بوسنیا په سرایوو سیمه کې یو سوریايي مهاجر احمد وسیم د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې له ترکیې څخه البانیا ته د رسیدو له پاره هغه انساني قاچاقبرانو ته ۲۰۰۰ امریکايي ډالر ورکړي.

په ورته وخت کې د بوسنیا هیواد د مهاجرت د ادارې د چارواکو په حواله د روان کال له پیل نه تر اوسه پورې ۷۰۰ مهاجرین دې هیواد ته په ناقانونه توګه داخل شوي او د شاوخوا ۸۰۰ نورو مهاجرینو د داخلیدو مخنیوی یې کړی دی.

دغو چارواکو په دې هکله زیاته کړې چې په دې مهاجرینو کې زیاتره یې د سوریې، لیبیا، پاکستان او افغانستان اتباع شامل دي. دوی همدا راز ویره لري چې د اوړي د موسم په رارسیدو سره به د ناقانونه مهاجرینو د تګ راتګ کچه هم لوړه شي.

د فرانسې د خبري آژانس په حواله د بوسینا په سرایوو کمپ کې د خراب وضعیت او د وسائلو د نه شتون له امله اوسمهال په دې کمپ کې یوازې ۱۵۴ مهاجرین ساتل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د بوسنیا د امنیت وزیر ډراګان میکټک بیا د وضعیت د لا خربوالي اعتراف کړی او ویلي یې دي چې د یونان او بوسنیا په پوله شاوخووا ۵۰ زره مهاجرین موجود دي چې غواړي د بوسنیا له لارې غربي اروپايي هیوادونو ته ځانونه ورسوي.

پر ورته موضوع یو انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه: