1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسلامي همکاریو سازمان غونډه اسلام آباد کې پېل شوه

۱۴۰۱ فروردین ۲, سه‌شنبه

د اسلامي همکاریو سازمان (او آی سي) د بهرنیو چارو وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه په اسلام آباد کې پېل شوه. په دغه غونډه کې اسلامي هیوادونو ته د ورپيښو ننګونو په هکله بحثونه کيږي. افغانستان هم د دغه کنفرانس مهمه موضوع ده.

https://p.dw.com/p/48pJa
Pakistan Afghanistan OIC Konferenz
آرشیف انځورانځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

د اسلامي هیوادونو دغه سازمان چې ۵۷ غړي لري، دا یې ۴۸مه غونډه ده. دا غونډه په اسلام آباد کې په یوه داسې وخت کې کیږي چې پاکستان کې سیاسي لوړي ژورې ادامه لري او د دغه هیواد لومړی وزیر عمران خان، د پارلمان له لوري د باور رای اخیستلو له ننګونې سره مخامخ دی.

د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په دغه غونډه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ ژي، د ځانګړي میلمه په توګه ګډون لري. دا لومړی وار دی چې د چین هیواد کې د بهرنیو چارو کوم وزیر په دغه غونډه کې ګډون کوي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، د ټویټر په یوه پیغام کې د کنفرانس ګډونوالو هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د «اتحاد، عدالت او پرمختګ» تر عنوان لاندې به په دغه کنفرانس کې په پراخه کچه پر اړوندوه موضوعاتو خبري وشي.

په دغه غونډه کې به په ۲۰۲۰م کا لکې د نایجیر په پلازمینه نیامي کې تر وروستۍ غونډه وروسته هغه تحولات ورازول شي، چې اسلامي هیوادونه ترې اغیزمن شوي دي.

په دغه غونډه کې د افغانستان او فلسطین وضعیت او همداشان په افریقا او اروپا کې د کې مسلمانانو اړونده موضوعاتو او د دې ترڅنګ د یمن، لیبیا، سوډان، سومالیا او سوریه کې د وروستیو تحولاتو په هکله بحثونه وشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي چې د سولې او ثبات په شمول به د نورو موضوعاتو په هکله تر سلو زیاتو قراردادونو د منظوریدو په هکله فکر وشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي دي چې په دغه کنفرانس کې د چین ګډون او د غړي هیوادونو سره به یې خبرې د دوی اړیکي لا غښتلي کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا د چین د بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد ته تر رارسیدو وروسته له خپل پاکستاني سیال سره ملاقات کړی او د سیمې اړونده موضوعاتو په هکله غږیدلي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر په داسې یوه وخت کې په دغه کنفرانس کې ګډون کوي چې لویدیځ هیوادونه او د بشري حقونو سازمانونه په سینکیانګ کې د ایغور مسلمان لږکیو سره د پیکینګ د چلن او حکومتي پالیسو په هکله نیوکې کوي.

د او آی سي غونډه او د پاکستان داخلي سیاست

د اسلامي همکاریو د سازمان دا غونډه په داسې یوه وخت کې کیږي چې د پاکستان داخلي سیاست له اړ او دوړ سره مخامخ دی.

د پاکستان د اپوزیسون ګوندونو ائتلاف، د ولسي جرګې د غونډې د نه رابللو له کبله داسي ښکاري چې د دغه کنفرانس پر وړاندې د خنډ رامنځ ته کولو اعلان دي يې کړی وی، خو بیا وروسته د دغه ائتلاف مشرانو اعلان وکړ چې د خپل احتجاج په ترڅ کې به د او آی سي، په کنفرانس کې د ګډون کوونکو میلمنو په میلمه پالنه کې کوم خنډ نه رامنځ ته کوي.

د دغه کنفرانس پر مهال په پلازمینه اسلام آباد او راولپنډۍ ښارونو کې ټینګ امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل