1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستارمنستان

ارمنستان او آذربایجان ترمنځ نښتو کې تر ۲۰۰ ډیر کسان وژل شوي

۱۴۰۱ شهریور ۲۵, جمعه

د ارمنستان او آذربایجان له لورې د جمعې ورځې تازه ارقامو له مخې روانه اوونۍ د دواړه هیوادونو ترمنځ په سرحدي شخړه کې تر ۲۰۰ ډېر عسکر وژل شوي دي. چارواکي وايي کېدای شي د تلفاتو شمیر نور هم لوړ شي.

https://p.dw.com/p/4GzBR
Armenien | Konflikt mit Aserbaidschan
د ارمنستان او آذربایجان ترمنځ نښتو په جریان کې د ټپي شوو عسکرو خپلوان د یوه پوځي روغتون مخې ته راټول شوي ديانځور: Karen Minasyan/AFP/Getty Images

ارمنستان او آذربایجان دواړه د ناګرونو قره قاغ جنجالي سېمې پر سر، پر یو بل د خونړيو حملو ادعاوې کوي.

د رويترز په حواله د ارمنستان صدراعظم، نيکول باشينیان وويل چې په دغو نښتو کې د ارمنستان ۱۳۵ پرسونل وژل شوي، چې د مخکېنیو رپوټونو په پرتله د مړو شمیر لوړ شوی دی. انترفاکس خبري آژانس د اوونۍ په سر کې د ارمنستان د پارلمان له قوله د مړو شمير ۱۰۵ ښودلی وو.

آذربايجان وايي چې د دوی ۷۷ تنه پرسونل وژل شوي دي، په داسې حال کې چې د پنجشنبې په ورځ ېې د مړو شمیر ۷۱ ښودلی وو. دواړه هیوادونه وايي چې د تلفاتو ارقام ښايي نور هم لوړ شي.

د ارمنستان او آذربایجان ترمنځ نښتو کي ۱۰۰ عسکر وژل سوي

ارمنستان وايي آذربایجاني ځواکونو روانه اوونۍ له ناګورنو قره باغ څخه بهر حمله وکړه او د ارمنستان په داخل کې ېې د هستوګنې سېمې ونيولې. آذربایجان بیا وايي چې دا اقدام ېې د ارمنستان له لوري «تحریکاتو» ته ځواب دی.

صدراعظم پاشينيان د جمعې په ورځ وويل چې وروستۍ نښتې د چهارشنبې په شپه ناوخته د روسېې په منځګړېتوب يوه اوربند سره پای ته ورسېدې، خو په سرحد کې لا هم وضعیت ترينګلی دی.

د آذربايجان او ارمنستان ترمنځ نښتې شوي

روسيه د ارمنستان يو پوځي متحد دی او غواړي چې آذربایجان سره هم دوستانه اړيکې ولري،. دغه هیواد ويلي دي چې پر دواړو هیوادونو به فشار راولي تر څو خپل ځواکونه بیرته خپلو پخوانيو ځایونو ته چې د روانې اوونۍ جګړې له پيله پکې اوسېدل، پر شا کړي.

ارمنستان او آذربایجان د ناګورنو قرباغ سېمې پر سر د لسیزو له پاره په خپلو کې جګړې کړې دي. په نړيواله توګه دغه سېمه د آذربایجان د ېوې برخې په توګه پېژندل شوې ده، خو د ۲۰۲۰م کال جګړې پورې په دغه سيمه کې ارمني قبيلې اوسېدې او د همدوی په کنټرول کې وه.