1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ارمنستان او آذربایجان ترمنځ نښتو کي ۱۰۰ عسکر وژل سوي

۱۴۰۱ شهریور ۲۳, چهارشنبه

د ارمنستان او آذربایجان ترمنځ نښتو یوه ورځ وروسته په دواړو خواوو کي څه ناڅه ۱۰۰ سرتیري وژل سوي دي. دغو نښتو په ۲۰۲۰م کال کي جگړو ته ورته وضعیت په هکله اندېښنې راپارولي دي.

https://p.dw.com/p/4Gosp
Aserbaidschans Armeestation in der Stadt Lachin
انځور: Resul Rehimov /AA/picture alliance

د سه شنبه د سهار په لومړیو ساعتونو کي د آذربایجان ځواکونو، د ارمنستان ځواکونه د سرحد په دریو نقطو کي تر ډزو لاندي راوستل.د ارمنستان ځواکونو هم د دغو بریدونو په غبرگون کې په ډزو پیل وکړ او توپخانه یې بریدونو د سې شنبې ترناوخته پوري دوام درلود.

همدارنگه د چهارشنبې په سهار هم د نوو نښتو خبر ورکړل سوی. د ارمنستان د دفاع وزارت، آذربایجان په بريد، توپخانه یې بریدونو او خفیفو وسلو په کارولو تورن کړ.

د ارمنستان او آذربایجان ترمنځ نښتو کي ۱۰۰ عسکر وژل سوي

دواړو هیوادونو تائید کړې چي ۴۹ ارمنستاني سرتیري او۵۰ آذربایجاني سرتیري په دغو نښتو کي وژل سوي دي.دواړي خواوي د دغو نښتو د تحریکولو ملامتي چي د ناګورنو قره باغ په سیمه کي رامنځته سوي، یو پر بل اچوي.

Aserbaidschan | Konflikt in Berg-Karabach
ناګورنو قره باغ کی نښتيانځور: Aschot Gazazyan/DW

آذربایجان ویلي دي چي د ارمنستان له خوا پولي ته نیژدې د ماینونو او درنو وسلو د ځای پرځای کولو په وړاندي یې متقابل جواب ورکړی دی.

ناګورنو قره باغ د آذربایجان په دننه کي د ارمنیانو یوه سیمه ده. ارمنستان او آذربایجان مخکي له دې په ۱۹۹۰مه لسیزي او همدارنگه په ۲۰۲۰م کال کي د دغي سیمي پرسر یو له بله سره نښتي کړي وې.

آذربایجان وايي ارمنستاني ځواکونو مو یو سرتيری وژلی

د ۲۰۲۰م کال تر جگړې وروسته دواړو هیوادونو د اوربند یوه توافقنانه لاسلیک کړه، خو په دې ورستیو میاشتو کي په دغه سیمه کي یو وار بیا نښتي ډیری سوي دي.

د ارمنستان د دفاع وزارت ویاند د سې شنبې په ورځ وویل چي په دغه سیمه کي وضعیت همدارنگه «ډېر کړکېچڼ» دی.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گوتیریش له دواړو هیوادونو څخه غوښتي چي «د دغو نښتو د له منځه وړلو له پاره باید عاجل اقدامات وسي، له خونسردۍ څخه کار واخیستل سي او ناحل سوي مسایل د خبرو اترو له لاري حل کړي.»

GP/NZ/AG