1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د دفاع وزيره: په افغانستان کي پاتيږو

نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ آذر ۱۵, یکشنبه

د آلمان د دفاع وزيره په يوه ناڅاپي سفر افغانستان ته رسېدلې ده، څو هلته د آلماني روزونکو له خوا د افغان امنيتي ځواک د روزلو پروسه له نژدې وګوري. هغه غواړي په مزارشريف کي له آلماني او افغان عسکرو سره خبري وکړي.

https://p.dw.com/p/1HILE
Verteidigungsministerin in Afghanistan Ursula von der Leyen
انځور: picture alliance/dpa/K. Nietfeld

د آلمان د دفاع وزيره اورزولا فون ديرلاین د يکشنبې په ماښام (۲۰۱۵م کال د دسمبر ۶مه) افغانستان ته د سفر پرمهال په الوتکه کي خبريالانو ته ويلي دي: «زموږ اساسي پيغام بايد دا وي چي موږ په افغانستان کي پاتيږو.»

هغې مزارشريف ښار ته په رسېدو سره ويلي دي: «په وروستيو کلونو کي د امنيتي ځواک د روزلو په پروسه کي بې باوري پر نفس باندي د اعتماد په بيه تمامه سوه.»

فون ديرلاين ويلي دي چي دا ډېره خوښه ده چي د ناټو همکارو هيوادونو په افغانستان کي د وضعي د بدلون پر ضد پرېکړه کړې ده.

د ناټو د غړو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د روان کال د دسمبر مياشتي پر لومړۍ نېته په بروکسل کي د افغانستان په اړه کنفرانس کي پرېکړه وکړه چي د تير کال په وروستيو کي له افغانستانه د ناټو ځواکونو له راوتلو وروسته په دغه هيواد کي امنيتي وضعيت ډېر خراب سوی او دې ته په کتو سره به له دغه هيواد څخه ځواکونه نه راباسي.

دغه تړون پرېکړه وکړه چي په ۲۰۱۶م کال کي به هم په کابل او نورو ولايتونو کي ۱۲۰۰۰ عسکر پاته سي. په دې پريکړي سره ناټو تر هغه پلان تېر سو چي په ۲۰۱۶م کال کي د بهرنيو ځواکونو ماموريت تر کابله پوري محدويږي.

آلمان پتېيلې ده چي په افغانستان کي به د خپلو اوسنيو عسکرو شمېر چي ۸۶۰ تنه دی ۹۸۰ ته لوړ کړي او د افغانستان په شمال کي به د بهرنيو ځواکونو قومانده پر غاړه ولري.

له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو په وتو سره د دغه هيواد اقتصادي وضعيت نور هم خراب سوی او د نړۍ د تر ټولو غريبو هيوادونو په ليست کي دئ. پر دې سربيره د دغه هيواد په سیاسي اصلاحاتو او له اداري فساد سره په مبارزه کي پرمختګ سوی نه دئ.

له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو سره سم له دغه هيواده د مهاجرت څپه هم پيل سوې ده. په آلمان کي تر سوريې وروسته د افغانستان ډېرو مهاجرو د سياسي پناه غوښتنه کړې ده.