1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته رسیدلی دی

۱۳۹۷ اسفند ۲۱, سه‌شنبه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د پاکستان پلازمینې اسلام آباد ته رسیدلی دی. تر دې دمخه هغه په کابل کې له افغان چارواکو سره لیدلي وو. پر افغانستان سربیره د هند او پاکستان تر منځ ترینګلتیا هم د خبرو اترو یوه موضوع ده.

https://p.dw.com/p/3Eps8
Bundesaußenminister Heiko Maas in einem Airbus A 340
انځور: picture-alliance/dpa/R. Hirschberger

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې پاکستان ته په سفر کولو سره د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، غواړي په افغانستان کې د سولې د نړیوالو هلو ځلو له پاره ملاتړ راخپل کړي. ماس د دوشنبې په ماښام (د سیمي په وخت) پلازمېنې اسلام آباد ته ورسید.

په پام کې ده چې د سه شنبې په ورځ به هایکو ماس د پاکستان له جګپوړو حکومتي مشرانو او همداشان د پوځ له مشرتابه سره وویني. د آلمان د سوسیال دیموکرات ګوند (اس پي ډي) نوموړي سیاستوال تر دې دمخه افغانستان ته سفر کړی وو.

د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې د اساسي خبرو د پیلیدو په صورت کې هغه د کابل حکومت ته په آلمان کې د افغانستان په هکله د یوه بل کنفرانس د کوربتوب وړاندیز کړی وو.

پاکستان ته د خپل سفر په درشل کې ماس ویلي وو: «د یوه باثباته افغانستان له پاره مهمه کیلي په پاکستان کې ده.» هغه ویلي وو چې د دواړو ګاونډیو هیوادونو تر منځ به د نزدې همکارۍ له پاره هلې ځلې وکړي.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې وړاندې لیکلي دي چې د پاکستان پر استخباراتي ادارې باندې شک کیږي چې په سیمه کې د افراطیانو ملاتړ کوي، څو ګاونډي هیوادونه له بې ثباتۍ سره مخامخ کړي. خو پاکستان دغه تورونه تل رد کړي دي.

ماس غواړي په پاکستان کې د هند او پاکستان تر منځ د وروستۍ ترینګلتیا په هکله د آلمان د حکومت اندیښنې هم په ډاګه کړي. په دې هکله ماس ویلي وو: «پاکستان او هند باید د خبرو اترو کانالونه پرانیستي وساتي او د ترینګلتیا په راکمولو کې ونډه واخلي.» د هغه په خبره په سیمه کې د سترې باثباتۍ څخه اقتصادي اړیکي هم ګټه پورته کولی شي.

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې تر یوه ترهګريز برید وروسته د دواړو هیوادونو وضعیت ډیر ترینګلی شو او د هغې په تعقیب تیره اوونۍ پاکستان د افراطیانو پر ضد په اقداماتو پېل وکړ. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د افراطي ډلې جیش محمد، غړي نیول شوي دي. دغې ډلې د فبرورۍ په میاشتې کې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې د شوي برید مسوولیت پر غاړه اخیستی وو.

دغه برید د پاکستان او هند تر منځ ترینګلتیا د یوې جګړې تر پولې رسولې وه. هند د دغه برید له پاره پاکستان ګرم ګڼي او د هند د خپلو معلوماتو له مخې په پاکستان کې یي د جیش محمد په یوه ترهګریز مرکز برید کړی. د هغې په تعقیب پاکستان په خپل فضايي قلمرو کې د دوو هندي الوتکو د راغورځولو ادعا وکړه. یو هندی پیلوټ په پاکستان کې ونیول شو، خو بیا وروسته د سولې له پاره د ښه نیت په توګه بیرته آزاد کړی شو.

په ۱۹۴۷م کال کې د پخواني بریتانوي هند تر خپلواکۍ او د هند او پاکستان د دوو جلا هیوادونو تر رامنځ ته کیدو وروسته دواړه هیوادونه د کشمیر د ملکیت ادعا کوي او دواړه هیوادونه د کشمیر یوه برخه تر خپل کنترول لاندې لري. دواړو هیوادونو تر اوسه دوه وارې د کشمیر پر سر جګړه هم کړې ده.