1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان په افغانستان کې خپل ماموریت ته ژمنتیا ښوولي

۱۳۹۷ اسفند ۲۰, دوشنبه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر په یوه نا اعلان شوي سفر افغانستان ته رسیدلی دی. د خپل سفر په پیل کې هغه له افغانستان سره د آلمان د ملاتړ ډاډ ورکړی دی. په پام کې ده چې ماس پاکستان ته هم سفر وکړي.

https://p.dw.com/p/3ElcE
Afghanistan Masar-e Scharif Aussenminister Heiko Maas
انځور: Imago/T. Imo

افغانستان ته د آلمان د بهرنیو چارو وزیر په توګه په خپل لومړي سفر کې هایکو ماس، وویل چې دا د آلمان هدف دی چې د دغه هیواد خلکو ته د دې ډاډ ورکړي چې «موږ به په راتلونکي کې هم د شخړې د سوله ایز حل او د سیمي د اقتصادي ودې له پاره خپل کار ته ادامه ورکړو.» هایکو ماس د یکشنبې په ماښام (د سیمي په وخت) مزار شریف ته ورسید. هغه په مزار شریف کې د آلماني ځواکونو له پوځي اډې څخه لیدنه وکړه.

آلمان د ناټو په «پریکړنده ماموریت» کې ۱۳۰۰ عسکرو په لرلو سره ونډه لري. د ناټو په دغه روزنیز ماموریت کې د ناټو نور متحدین د افغان امنیتي ځواکونو روزنه پر غاړه لري. د روان میلادي کال فبرورۍ میاشتې کې د آلمان کابینې په دغه هیواد کې د خپل پوځ د ماموریت د غځیدو پریکړه وکړه.

هایکو ماس په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي دي چې دا خبره باید روښانه وي، چې د سولې پروسه د افغانستان د خلکو د خوندي راتلونکي له پاره لار پرانیزي او په خبره یې بیرته پخواني دردونکي وضعیت ته د ورګرځیدو په معنی نه وي. ماس په خپلو څرګندونو کې وړاندې ویلي دي چې افغانستان د بشري حقونو او د قانون د واکمنۍ په برخه کې او همدا شان د ځوانو ښځو د ژوندانه د ښي والي په برخه کې کومې لاس ته راوړنې لرلي دي، باید هغه وساتلې شي.

د امریکا او طالبانو مذاکرات

امریکا متحده ایالاتو په خپلې پالیسۍ کې د یوه مهم بدلون په ترڅ کې له تیر میلادي کال راهیسې له طالبانو سره مستقیم مذاکرات پیل کړي دي، څو د افغانستان ۱۷ کلن کړکیچ ته د پای ټکی کيښودل شي. تر دې دمخه متحده ایالاتو ویل چې طالبان باید له افغانستان حکومت سره مستقیمي خبرې اتري وکړي او د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسه پر مخ ولاړه شي. خبري آژانسونو په خپلو رپوټونو کې لیکلي دي چې طالبانو په وروستیو کې د پخوا په پرتله ډیرې سیمي تر خپل کنترول لاندې راوستي دي او همداشان له کلونو راهیسې ترهګر بریدونه تر سره کوي.

Afghanistan Bundeswehrsoldaten in Masar-I-Scharif
افغانستان کې شا او خوا ۱۳۰۰ آلماني عسکر د ناټو په یوه روزنیز ماموریت کې ونډه لريانځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

په قطر کې د امریکایي او طالب استازو په پنځمه غونډه کې چې کابو د دوهمې اوونۍ له پاره ادامه لري، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر څرانګوالي او پر دې موضوع راڅرخي چې د دې مخه ونیول شي چې دغه هیواد د ترهګرو پر پټنځای وا نه وړي.

اوربند او د سولې تړون

پر دې سربیره امریکا متحده ایالات د یوه اوربند او له افغان حکومت سره د طالبانو د مستقیمو خبرو غوښتنه کوي، کومه چې تر اوسه طالبانو رد کړې. په وروستیو کې طالبانو ویلي وو چې خبرې اترې «قدم پر قدم» مخکې رواني دي. طالبانو دا هم ویلي وو چې تر اوسه پورې پر کوم سند توافق نه دی شوی. د متحده ایالاتو حکومت هیله من دی چې په افغانستان کې د جولای په میاشتې کې د ولسمشریزو ټاکنو د تر سره کیدو دمخه د سولې یو تړون رامنځ ته شي.

د متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ ته منسوب شوي دا رپوټونو چې ښایي له افغانستانه د سرتیرو یوه برخه راوباسي، د نورو متحدینو تر منځ د بې اطمینانۍ او غوسې سبب ګرځیدلي دي. په خپله افغانستان کې دا اندیښنه مخ پر زیاتیدو ده چې له طالبانو سره یوه اوږدمهاله اوربند ته تر رسیدو دمخه ښایي متحده ایالات خپل ځیني سرتیري وباسي. تر دې دمخه داسې رپوټونه ورکړل شوي وو چې ترمپ غواړي په افغانستان کې د خپلو میشتو ۱۴۰۰۰ عسکرو نیمایي برخه راوباسي. خو په دې هکله کوم مهال ویش نه دی په ډاګه شوی.

ماس پاکستان ته هم سفر کوي

په پام کې ده چې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس، د سه شنبې په ورځ پاکستان ته هم سفر وکړي. ماس ویلي دي: «پاکستان او افغانستان ته په سفر کولو سره موږ غواړو چې روښانه پيغام واستوو: آلمان خپل دې مسوولیت ته ژمن دی کوم چې موږ په افغانستان کې د دوهم ستر مرسته کوونکي او ډیرو ځواکونو په ګډون سره پر غاړه اخیستی دی.» هغه ویلي دي چې پاکستان د یوه باثباته افغانستان له پاره مهمه کیلي ده.

له دې کبله ماس غواړي چې اسلام آباد ته د خپل سفر په ترڅ کې د دواړو ګاونډیو هیوادونو تر منځ د نزدې همکارۍ له پاره لاس په کار شي.