د آلمان خارجه وزیر: له مهاجرت څخه ناوړه استفاده کيږي
۱۳۹۷ شهریور ۲۴, شنبهد آلمان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس دغه څرګندونې د جمعې په ورځ په برلين کې د «مهاجرت او دموکراسۍ» په اړه جوړو مراسمو کې وکړې. هغه وويل چې موږ کولای شو دغه واقعيت يوازې د آلمان په کچه نه بلکې د نړۍ په کچه ووينو. ماس د سوسيال دموکرات (اس پي دي) ګوند پورې اړه لري کوم چې د آلمان د ائتلافي حکومت له درو شريکانو څخه يو ګوند دی.
هغه د مهاجرت په تړاو د منفي څرګندونو د زياتيدو او همدارنګه د ښي اړخو له خوا عوامپاله اقداماتو ته په کتو وويل چې «دغه تغييرات نه يوازې زموږ پر ليبرالې دموکراسۍ باندې بريد دی، بلکې پر مقابل احترام باندې هم بريد دی.»
د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زيهوفر چې د بايرن مسيحي سوسيال ګوند مشر دی په وروستيو کې ويلي وو چې «مهاجرت د ټولو ستونزو مور ده». د هغه دغه څرګندونې د صدراعظمې انګلا مرکل په مشرۍ د «مسيحي دموکرات ګوند» تر نيوکو لاندې راغلې.
زیهوفر: کډوالي د «ټولو ستونزو مور ده»
د آلمان د بهرنيو چارو وزير په خپله وينا کې وويل چې له مهاجرت څخه ناوړه استفاده کيږي د دې له پاره چې ټولنه په دوو برخو وويشل شي. ماس زياته کړه چې اوس لازمه ده چې ټول دموکراتان د يو بل تر شا ودريږي. هغه په دې اړه ټينګار وکړ: «له هر چا څخه غوښتنه کيږي چې د دموکراسۍ د دښمنانو د حملو پر وړاندې ودريږي».
ماس دغه راز په کيمنيڅ ښار کې د ښي اړخو سخت دريځو تر نښتو وروسته، د توکم پرستۍ او افراطيت پر ضد کنسرت څخه هم ستاينه وکړه.
په یوه آلماني ښار کې د یو کس تر وژل کیدو وروسته تاوتریخوالی رامنځ ته شوی
د هورست زيهوفر د څرګندونو په اړه د آلمانانو په منځ کې يو ډول نظرونه شتون نه لري. د يوې نظرسنجۍ له مخې شاوخوا ۵۱ سلنه آلمانان په قسمي او يا په بشپړه توګه د هورست زيهوفر له څرګندونو سره موافق دي، په داسې حال کې چې ۴۵ سنله نور بيا هغه په قسمي او يا په بشپړه توګه ردوي.
hm/af (dpa)
له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: