1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان: د چړې تر برید وروسته د ښې اړخو مظاهرې شوې

۱۳۹۷ شهریور ۶, سه‌شنبه

په کمنټڅ کې د یوه ۳۵ کلن کس تر وژل کیدو وروسته په سلګونو شکمن ښي اړخې د زاکسن ایالت سړکونو ته راووتل. په دې منځ کې د پولیس او پر مهاجرو د برید کونکو تر منځ اخ و ډب رامنځته شوی.

https://p.dw.com/p/33pEO
Deutschland Stadtfest Chemnitz nach Tötungsdelikt abgebrochen
انځور: picture-alliance/dpa/S. Willnow

د آلمان په کمنټڅ ښار کې تر یوې خونړۍ شخړې وروسته په سلګونو کسان د ښار سړکونو ته وا ووتل. د «بیلډ» ورځپاڼې په حواله په مظاهره کونکو کې تاوتریخوالي ته تیار ښي اړخي هم موجود ول چې د بهرنیانو له خوا د جرایمو پر ضد یې احتجاج او د «مونږ ولس یو» شعارونه یې ورکول.

د مټل رونډفونک (MDR) رسنۍ په دې برخه کې د نیمګړتیاو خبر ورکړی دی. د مظاهرو پر مهال پولیس په بوتلونو ویشتل شوي ول. په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې پر مهاجرو بریدونه کیږي.

د پولیسو یوې ویاندې په دې اړه له څه ویلو څخه ډډه وکړه. د ښار مسئولین د امنیتي دلایلو له امله په دغه ښار کې روان مراسم تر وخت مخکې پای ته ورسول.

د پولیسو یوې ویاندې ویلي دي چې د پولیسو او مظاهره کونکو ترمنځ په اخ و ډب کې لږ تر لږه یو تن پولیس ټپي شوی دی. هغې د نیول شویو کسانو د شمیر په هکله څه ونه ویل.

د پولیسو په وینا په لومړي سر کې دوی څلور شکایتونه ثبت کړي دي: «په دې کې دوه شکایتونه د جسمي جراحت، یو د ګواښل کیدو او همدارنګه د قانون د پلي کوونکو پر وړاندې د مزاحمت په برخه کې شکایتونه ثبت شوي دي. »

د «فرای پریسه» ورځپاڼې په خبره دغه مظاهره د فوټبال د یوې افراطي ښې اړخې ډلې له خوا د فیسبوک له طریقه بلل شوې وه چې غوښتل یې وښیئ په دې ښار کې د چا خبره اوریدل کیږي یا په بل عبارت د چا حکم چلیږي.

د دغو مظاهرو د رابللو دلیل د یکشنبې په شپه د کمنټڅ ښار د چشن د مراسمو پر مهال د مختلفو ملیتونو د خلکو تر منځ د شخړې په پایله کې د یوه ۳۵ کلن آلماني وژل کیدل وو.

د کمنټڅ ښاروالې باربره لودویګ ځایي رسنیو ته وویل چې هغه د یکشنبې پیښو تر لیدلو وروسته «ویریدلې» ده. نوموړې زیاته کړه: «دا چې دا ممکن کیږي چې خلک یو له بل سره موافقه کوي، راټولیږي او د دې له پاره چې د ښار د جشن مراسم بند کړي، هغه هم په ښار کې له منډو وهلو او د خلکو له ګواښلو سره ـ دا ډیر بد دی.»

Deutschland Videoüberwachung der Chemnitzer Innenstadt geplant
د کمنټڅ ښارواله باربره لویدویګ د پولیسو له مشر یورګ کوبیسا سرهانځور: picture-alliance/dpa/J. Woitas

په پیل کې د دې جشن تنظیموونکو د مراسمو د بندولو لامل اعلان کړ. د پولیسو په حواله د شنبې په ورځ په انټرنټ کې د مظاهرو د بلنې له پاره ډیرې غوښتنې شوې وې. په لومړي سر کې د ماسپښن په درو بجو په شاوخوا کې ۱۰۰ تنه راټول شوي ول چې راټولیدنه یې بی له کومې ستونزې پای ته ورسیده. دغه مظاهره د (AfD) یا آلمان له پاره د بديل ښې اړخې ګوند په غوښتنه بیرته پای ته ورسیده.

د دې په تعقيب د ماسپښین په څلور نیمو بجو یوه بله مظاهره وشوه چې د افراطي ښې اړخې فوټبال ډلې Kaotic Chemnitz له خوا رابلل شوې وه.

د پولیسو په حواله په دویمه مظاهره کې شاوخوا ۸۰۰ کسانو برخه اخیستې وه. د پولیسو په وینا «د مظاهرو ګډون کوونکو د پولیسو خبرو ته پام نه کوه او د هیڅ ډول همکارۍ له پاره یې امادګي نه ښودله».

په پیل کې د پولیسو شمیر کم وو نو له همدې کبله د مظاهره کوونکو په تر کنترول لاندې راوستلو کې پاتې راغلل. خو وروسته په ماښام کې مظاهره کوونکي بیرته خپاره شول.

د لومړنیو معلوماتو له مخې د یکشنبې په شپه د دغو مظاهرو په ترڅ کې شاوخوا ۱۰ کسانو دوه نور کسان چې یو یې ۳۳ او بل یې ۳۸ کلن وو ټپیان کړل. وژل شوی کس او دوه تنه ټپیان دری واړه آلماني اتباع ول. ویل کیږي چې په دې شخړو کې له قاچو څخه کار اخیستل شوی دی.

پولیسو دوه تنه د پيښې له ځای څخه د تيښتې پر مهال نیولي دي چې یو یې ۲۲ او بل یې ۲۳ کلن دی. چارواکو تر اوسه پورې د دغو کسانو د هویت په هکله څه نه دي ویلي او په اړه یې څیړنې دوام لري.

۳۵ کلن قرباني د ټپونو له امله په روغتون کې مړ شوی. دوه نور ټپیان هم روغتون ته لیږدول شوي دي. د یکشنبې په ورځ له عیني شاهدانو څخه معلومات راټول شوي دي خو د تخنیکي دلایلو له امله پولیس او څارنوالي نه غواړي په دې اړه نور معلومات وړکړي.