1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان او روسیې اړيکې

۱۳۹۶ اسفند ۲۳, چهارشنبه

کارپوهان وايي چې د آلمان او روسیې اړیکو ته بايد له سره کتنه وشي، ځکه دغه اړيکې يو څه عجبي دي. روسیه ځان په وسلو مجهزوي او آلمان پر دې سترگې پټوي. خو له روسیې سره د اړيکو د بدلون کيلۍ په داخلي سياست کې پرته ده.

https://p.dw.com/p/2uIYk
Russland | Merkel trifft Putin
انځور: picture-alliance/dpa/Sputnik/S. Guneev

په دې وروستيو کې تل ليدل شوي دي چې د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين د پارونې سياست پر مخ وړې. دا يوه پخوانۍ طرحه ده چې دی تل د آلمان د صدراعظمې انگلا ميرکل په اړه څه ووايي او هغه یې په خندا تيره کړي. که هم چې د ميرکل پرته به پر روسیې د بندیزونو امکان نه وای خو عامه نظر داده چې آلمان د روسیې پر کړنو او پارونې سترگې پټوي. 

د سترگو پټولو وخت تير دی

د روسيې په برخه کي د بهرني سياست آلمانۍ ټولنې د چارو کارپوه شتيفان مايستر وايي: «د پوتين له سيستم سره زموږ د همکارۍ چلن نور کار نه ورکوي.» د دې يو تازه مثال دا دی چې د آلمان د بهرنيو چارو وزیر زيگمار گابريل کريملن ته د بندیزونو د له منځه وړولو د امکان اشاره کړې وه. خو دې پر پوتین هیڅ اغیز ونه کړ او هغه ملت ته د خپلې وينا پر وخت د نويو وسلو د جوړولو گواښ وکړ. ميرکل د دې په ځواب کې د حکومتي وياند په خولې اعلان وکړ چې روسیه بايد تجهیزاتي پروتوکول مراعت کړي.

خو ولې د دې پر ځای هغې خپل ولس ته د روسیې په اړه د موجودو خيالونو د پای په اړه توضيحات ور نه کړل؟ د مايستر له نظره د روسیې په اړه «تازه ويرې» ته په کتو سره دا کار ممکن نه دی. د روسیې په اړه عامه نظر له ناڅرگندتيا سره مخامخ دی: دا په اروپا کې د روسیې د نفوذ په اړه پر رپوټونو هم صدق کوي، لکه په بريتانيا کې د روسیې د پخواني جاسوس او د هغه لور ته د زهري موادو ورکولو په قضيه کې چې وليدل شول.

په داسې حال کې چې بريتانيا نيغ په نيغه له روسیې سره مخالفت ښکاره کړ، د آلمان صدارعظمه د روسیې پر وړاندې خپله غوسه پټه ساتلې ده. خو د بهرنيو اړيکو له پاره د اروپايي کونسل د امنيتي چارو کارپوه گوستاو گریسل وايي چې د آلمان حکومت بايد د روسیې په هلکه واضح خبره وکړي. خو د نوموړي په خبره به دا کار په آلمان کې د داخلي سياست يو بحث رامنځته کړي او له عموميت سره د استخباراتو د نقش او وړتياو په اړه خبرو ته څوک حاضر نه دي.

Belgien NATO- Treffen von Verteidigungsminister aus Belgien, Deutschland, Niederlande, Norwegen und Luxemburg
د آلمان د دفاع وزیره اورزولا فون ډير لاين د ناټو په ائتلاف کې زياتې هلې کويانځور: picture-alliance/AP Photo/F. Sierakowski

د آلمان پر پارلمان او حکومت د هيکرانو د بريدونو پر وخت داسې نخښې نښانې موجودې وې چې ښايي په دې بريدونو کې روسیې لاس درلودولای وي. د مايستر په خبره دا د دې ښکاروندي کوي چې د آلمان استخباراتو د دې ډول بريدونو مخنيوي ته پوره چمتووالی نه درلود.

په ناټو کې د آلمان د هلو ځلو تر شا د چا لاس دی؟

لکه څرنگه چې په آلمان کې د استخباراتي خدماتو په اړه واضح او ښکاره بحثونه نه ترسره کيږي، همدا ډول حالت د دفاعي سياست په هلکه هم ليدل کيږي. مايستر يې په اړه وايي: «آلمان د ناټو او اروپا له هغو هيوادونو څخه دی چې بايد د خپل امنيت په خاطر هم مسئوليت پر غاړه واخلي. موږ اوس په اروپايي ټولنه، ناټو او آلمان کې د امنيتي حالت په ارزونه کې بدلون لرو او دا بايد په پام کې ونيسو.»

د کارپوهانو په حواله آلمان بايد همدا راز لکه څرنگه چې ترې غوښتنه کيږي، خپله دفاعي بودجه لږ تر لږه دوه سلنه لوړه کړي. يو بل ممکن گام به په نورد راين ویستفالن ايالت کې د «ناټو د کنترول د مرکز» رامنځته کول وي.

په برلين کې څوک د دې خبري منلو ته چمتو نه دي چې په ناټو کې د آلمان د هلو ځلو تر شا د روسیې پر وړاندي پوځي محاسبه او تکتيک پروت دی. کارپوه مايستر زياتوي: «روسیه داسې يو هيواد دی چې جگړه په اروپا کې د خپلو گټو د لاسته راوړلو له پاره د یوې وسيلې په توگه کاروي.»  په برلین کې موجود ټول سياسي گوندونه په همدې نظر دي خو دا انديښنې له ولس سره  نه شريکيږي.

آلمان د يوه نوي نقش په لټه کې

آلمان په نړيوالو بحثونو کې خپل دريځ په ډير واضح توگه بيانوي. د امنيتي چارو کارپوه گريسل په دې اړه وايي: «له ۲۰۰۱۴م کال راهيسې داسې ليدل کيږي چې پر آلمان يو څه باور کيږي. که سړی وگوري چې وارسا او ستاکهولم په لومړي سر کې د نورماندي پر طرحه یعني د آلمان، فرانسې، روسیې او اوکراين ترمنځ پر خبرو څه ډول غبرگون ښوولی وو، نو دا خبره درک کولای شي. آلمانان او فرانسويان بايد د ټولو اروپايانو په استازيتوب د دوی د غوښتنو په اړه له روسیې سره وغږيږي. اوس هيڅوک دا ویره نه لري چې ميرکل به د اروپا پر سر کومه معامله وکړي.»

ميرکل په دې وروستيو کې د روسیې پر وړاندي د لگولو شويو بندیزونو د له منځه وړولو خبره کړې وه خو د کارپوه مايستر په آند به دا د همکارۍ پر پخوانۍ تگلاره د پاتيدو په معنا وي او کوم نوی روش به نه وي. د نوموړي په آند آلمان په اصل کې د روسیې د يوه نوي سياست په لټه کې دی. خو دا ډول سياستونه پايلې هم لري، د مثال په توگه د پوځ او استخباراتو له پاره. کارپوهان وايي چې په آلمان کې يو عمومي بحث له روسیې سره د چلن په برخه کې مرسته کولای شي.

Koschyk (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: