1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

د آلمان استخبارات: د پوتين په سيسټم کې هیڅ درز نه ليدل کيږي

۱۴۰۲ خرداد ۲, سه‌شنبه

د آلمان د بهرنيو استخباراتو مشر برونو کال د ولاديمير پوتين د کمروزي کیدو هیڅ نخښې نښانې نه ويني. هغه استدال کوي چې مسکو د جګړې له پاره کافي ځواک او امکانات لري.

https://p.dw.com/p/4Rhe9
د آلمان د استخباراتي ادارې مشر برونو کال
د آلمان د استخباراتي ادارې مشر برونو کالانځور: Christoph Soeder/dpa/picture alliance

پر اوکراين د روسیې د يرغل پنځلس میاشتو وروسته هم د آلمان استخباراتو هیڅ داسې نخښې نه دي ليدلي چې د روسيې د ولسمشر ولاديمیر پوتين رژيم پر کمزورۍ دې دلالت وکړي.

د آلمان د استخباراتي ادارې «بي ان ډي» مشر برونو کال وايي چې د تجهیزاتو رسولو په برخه کې پر يو څه نيوکو پرته نو هیڅ داسې نخښې نه شته چې سړی ګومان وکړي چې دغه سیسټم دې بې ثباته شوی وي. خو نوموړي زياته کړه چې دا خبره د امکانه لیرې نه ده.

اړونده موضوع: روسېې د «نه کنټرول وړ» پوځي سيالۍ خبرداری ورکړی

کال، په برلين کې د امنيت فدرالي اکادمۍ (بي ای کی اس) کې د خبرو پر وخت وويل چې «روسيه اوس هم په داسې وضعيت کې ده چې اوږده موده جګړه پر مخ وړلاه شي.» نوموړي وويل چې دا خبره د وسلو او تجهیزات پر برخه کې هم صدق کوي.

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

د کال په خبره په دې ترتیب د کمزورتيا خبره او يا داسې انګيرل چې جنګي فعاليتونه به یې له سقوط سره مخامخ شي، هیڅ مطرح نه ده. د نوموړي په وينا که څه هم چې د ضعف نقطې شته لکه، کله چې یې د جګړه ایزو ځواکونو د وړتيا موضوع وي. خو که چېرې لویدیځ د اوکراين له منظم ملاتړه لاس واخلي او مقاومت یې تنظيم نه کړي، نو د پوتين اوږد مهاله تګلاره بريالۍ کیدله شي.

واګنر اجیر عسکر د وسلو په قاچاق کې لاس لري؟

د امريکا متحده ایالاتو د معلوماتو په حواله د روسیې واګنر ملېشې ښايي د مالي هېواد له لارې د وسلو د قاچاق هڅه کړي وي چې دغه وسلې بيا ښایي د اوکراين په جګړه کې کاريدلی وای.

په بیلګورود کې چاودنې ډېر زيان اړولی
په بیلګورود کې چاودنې ډېر زيان اړولیانځور: Pavel Kolyadin/TASS/dpa/picture alliance

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ماتيو میلر وويل: «په دې اړه معلومات لرو چې واګنر ډلې هڅه کړې چې له بهرنيو عرضه کوونکو پوځي سیسټمونه رانیسي او بيا دا وسلې د يوه دريمګړي په توګه د مالي له لارې انتقال کړي. نوموړي زياته کړې: «موږ په دې اړه کومې نخښې نه دي ليدلي چې دا معامله دې بشپړه شوې او سر ته رسيدلي وي، خو موږ وضعيت په جدي توګه څارو.»

د روسیې په سرحدي سيمه بيلګورود کې نورې نښتې

د روسیې په لوېدیځ بیلګورود سيمه کې چې له اوکراين سره پر پوله پرته ده يو شمیر منطقو کې نښتې دوام لري. د بيلګورود د سيمې ګورنر وويل: «د دفاع وزارت او نورو امنیتي جوړښتونو د ترهګرۍ د له منځه وړلو چارې دوام لري.»

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

هغه وويل که څه هم چې تر اوسه د رسېدلو معلوماتو په حواله هیڅ ملکي کسانو ته ځاني تلفات نه دي اوښتي خو سیمې ته د ځايي اوسيدونکو راستنېدل به يو څه وخت ونیسي.

اړونده موضوع: واګنر پوځي ډله: اوکراین کې جګړه به کلونو ته وغځيږي

د دوشنبې په ورځ د اوکراين سره پر پوله په ګراورون ناحیه کې نښتې شوې وې. د چارواکو د معلوماتو په حواله په دې ترڅ کې اته کسان ټپيان شوي هم دي.

د بيلګورود د ګورنر په حواله «جاسوسه او سبوتاژ کوونکې ډله» سيمې ته داخله شوې وه. هغه وويل چې د دې بريدونو مسئوليت د دوو روسي اتباعو د داوطلبو ځواکونو يوې ډلې منلی دی. دغه جنګيالي د کيف په پلوۍ جګړه کوي.

دغه ډلې ويلي دي چې د بريدونو هدف دا دی چې د پولې په اوږدو کې پرته سيمه بې ثباته شي څو پر اوکرایني سيمو د دوامدارو بريدونو مخه ونيوله شي.

کيف په دې بريدونو کې لاس درلودل رد کړي دي. په بیلګورود کې دا بريدونه تر اوسه د روسیې پر خاوره تر ټولو شديد بريدونه دي.

ب. ص/ ن. ز (dpa, afp, rtr)

زموږ له آرشيف څخه: