خوستۍ مېرمنې: په سوله کې دې د ښځو حقونه خوندي شي
۱۳۹۸ اسفند ۴, یکشنبهدغه لسګونه میرمنې چې د خوست د جرګو په تالار کې راټولې شوې وې، د جګړې کموالي اونۍ د اعلان هر کلی یې وکړ او د سولې په پایله کې يې د ښځو د حقونو په خوندیتوب ټینګار کاوه.
د غونډې یوې برخوالې فاطمې افغان وویل، د جګړې تر ټولو ستره قرباني افغان میرمنې ورکوي او دوی د سولې روانو خبرو ته هیلې منې دي. هغې زياته کړه:« موږ وروڼه او خویندې چې دغه اعلان ته ډېر خوشاله يو، له طالبانو وروڼو غواړو چې نور له جګړې تېر شي. موږ د سولې سخت تږي یو. سوله خامخا غواړو او نور مو صبر ختم دی.»
د فرشته احساس په نوم یوې ځوانې میرمنې د سولې په راتګ د ټینګار ترڅنګ غوښتنه کوي، چې سولې راتګ سره دې د ښځو حقونو خوندیتوب ته پام وشي. هغه وایي، په تېرو دوو لسیزو کې د افغان مېرمنو د حقونو په برخه کې ډېر کار شوی او هغوی ډيرې لاستنه راوړنې لرلي دي. هغې ټینګار وکړ چې د ښځو په برخه کې لاسته راوړنې دې وساتل شي: « موږ سوله غواړو. سولې ته زیاته اړتیا ده. خو زموږ ښځو حقونه دې خوندي شي. د سولې راتګ سره باید، نجونې له مکتب، پوهنتون او له دندو منع نه شي او د دې ترڅنګ ښځې له نورو حقونو بې برخې نه شي.»
د دې ترڅنګ د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د اورکم (د تاوتريخوالي د کموالي) اونۍ په خوښۍ کې لسګونه خوستیان د ښار واټونو ته راووتل، د ډولونو وهلو او خوښیو سره یې د سولې لپاره د دې اقدام هر کلی وکړ. له هغوی څخه يو ځوان رحمن الله وويل: «تاسې چې ګورئ موږ دا اتڼ او خوشالۍ د جګړې د بندیدو لپاره کوو، خدای دې تل پاتی اوربند او سوله راولي.»
که څه هم د شنبې ورځې راهیسې دواړو لوریو اورکم اعلان کړی، خو د جمعې په ورځ او د پنجشنبې په شپه شپه وسله والو طالبانو د پکتیا په اریوب ځاځیو ولسوالۍ، بلخ او روزګان ولایتونو کې څو بریدونه ترسره کړل.
د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي، چې دا اوربند نه دی او ځینې کوچني بریدونه یې باید په سرغړونو کې حساب نه شي.
فریدالله ظاهر- خوست