تروريزم
خوست: په مسجد کې ځانمرګي برید ۲۶ کسان وژلي
۱۳۹۷ آذر ۲, جمعهاعلان
یوه چارواکي ویلي دي چې د پیښې قربانیان د جمعې ورځې لمانځه له پاره راټول شوي ول. برید د خوست ولایت په اسماعیل خیل ولسوالۍ کې شوی دی.
په خوست کې د امنیتي ځواکونو یوه ویاند عبدالله، ویلي دي چې د پیښي ټول قربانیان د افغان امنيتي ځواک کارکوونکي ول.
طالبانو په وروستیو وختونو کې پر افغان امنیتي ځواکونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. د دې ډلې په وروستیو بریدونو کې په سلونو افغان امنیتي ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د جمعې ورځې برید په داسې حال کې کیږي چې درې ورځې وړاندې په کابل کې د میلاد نبې د مراسمو په یوه لمانځغونډه کې برید وشو چې پکښې ۵۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د چارواکو په خبره د کابل د برید ټول قربانیان دیني عالمان ول. چارواکو ويلي دي چې په هغه برید کې تر ۹۰ ډیر نور کسان ټپیان هم شول.