1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

خوست: پر واده وسله وال برید مرګ ژوبله اړولې

۱۳۹۸ فروردین ۲۶, دوشنبه

یوه افغان چارواکي ويلي دي چې په خوست کې د يوه واده پر مراسمو باندې یوه وسله وال برید کړی، درې کسان يې وژلي او تر لسو زيات ټپیان دي. هغه ويلي دي چې بریدګر تر ډزو وروسته په تیښته بریالی شوی دی.

https://p.dw.com/p/3GnlM
Pakistan Anschlag Khost
انځور: DW/F. Zaher

اسوشيتد پرس خبري آژانس په خوست کې د یوه افغان چارواکي په حواله خبر ورکړی دی چې یوه نا پيژانده وسله وال د يوه واده پر مراسمو ډزې کړي درې کسان يې وژلي او شاوخوا ۱۲ تنه نور يې ټپیان کړي دي.

برید د خوست ولایت په ټنیو ولسوالۍ کې د یکشنبې په ورځ شوی دی. تر اوسه پورې کوم شخص یا کومې وسله والې ډلې د دغه برید مسئولیت نه دی منلی. د چارواکو په برخه د برید موخه او دلیل هم لا تر اوسه معلوم نه دی او دا چې په دې هکله پلټنې پیل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان په ګاوڼد کې پروت خوست ولایت کې طالبان او نورې وسله والې ډلې فعاله دي او په دې سیمه کې د دوی له لوري پر ودونو د بریدونو ډیر کم رپوټونه ورکول کیږي.

د خوست د والي ویاند طالب منګل ياد خبري آژانس ته د یادې پیښې په تړاو ويلي دي چې په دې پیښه کې وژل شوي درې سره مېلمانه ول. هغه همدا راز ويلي دي چې په دې برید کې ۱۲ کسان نور ټپیان شوي دي.

نوموړي همدا راز زیاته کړې ده چې د ولایت چارواکو د پیښې د څرنګوالي او د عاملینو د موندلو په موخه پلټنې پیل کړي دي.

AP-KH-NZ