1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خوست: پخوانۍ ښځینه کارکوونکې اقتصادي ستوونزو اندېښمنې کړي

فريدالله ظاهر
۱۴۰۰ اسفند ۲۶, پنجشنبه

په خوست کې د پخواني حکومت یو شمېر مامورینې وایي، د طالبانو له راتګ سره پر کور شوې دي، د کورنیو سرپرستي پر غاړه لري او له سختو اقتصادي ستوونزو سره مخ دي. خو طالبان د ښځنیه کارمندانو په اړه څه وایي؟

https://p.dw.com/p/48d4A
Afghanistan Kabul | Wirtschaftskrise | Schlange für kostenloses Brot
انځور زموږ له آرشیف څخه انځور: Wakil Kohsar/AFP

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره په دغه هيواد کې د پخواني دولت ښځینه کارکوونکي پر کور شوې دي او طالبانو یې دندې ځنډولې دي.

په خوست کې هم پخوانۍ ښځینه مامورینې پر کور شوې دي. په دې ښځینه کارکوونکو کې ځینې یې د کورنیو سرپرستي پر غاړه لري، چې اوس له اقتصادي ستوونزو کړیږي.

یوه پنځوس کلنه مېرمن چې خپل دویم نوم لعل بي بي راپېژني دویچه ویله ته وویل، د خوست په یوه اداره کې یې د اجیرې په توګه دنده ترسره کوله.

هغه چې یو کوچنۍ زوی او څو لورګانې لري وایي چې د کورنۍ یوازینۍ عاید ګټونکي وه او اوس له ډېرو اقتصادي ستوونزو سره مخ ده.

لعل بی بي وایي: «زه یوه غریبه ښځه یم او د الله هیلې ته ناسته یم. ما اجیري کوله دفترونه به مې صفا کول، شپږ زره افغانۍ معاش می لرلو. یو می وړوکی زوی او نوري می لورګانې دي. د کور کرایه او ناروغۍ شته. په والله چې شپې او سبا ته څه نه لرو.»

دغه مېرمن وایي، له ویرې د خپلې دندې په اړه نشې غږیدلی، ژوند یې سخت دی او آن د طالبانو له لورې ویشل کیدونکي مرسته کې هم مرسته ورته نه ورکول کیږي. 

دا یوازې لعل بي بي نه ده، داسې نورې مېرمنې هم شته، چې په تېر حکومت کې یې عادي دندې لرلې.

یوه بله مېرمن چې له امنیتي ویرې د خپل نوم له اخیستو ډډه کوي، دویچه ویله ته وویل چې د خوست په یوه دولتي اداره کې يې د صفکارۍ قراردادي دنده لرله، خو د طالبانو له راتګ سره یې دنده ختمه شوې ده.

هغه وایي: «زه خدای د خپلې کورنۍ له پاره پرده کړې وم، څو روپۍ حلاله روزي مي ګټله. ماشومان مو هره ورځ ناروغان وي، هیڅ پیسې نشته، نستۍ پر سر اخیستو، خدای ته سوال کوم، چې دا ستوونزې ختمې کړي.»

د پخواني حکومت په وروستیو کې په خوست کې په دولتي ادارو کې د ښځو د کار کولو ونډه ډېره شوې وه، څلور رئيسانې او ډېرو مېرمنو په درېیم او څلورمو بستونو دندې اشغال کړې وې، چې اوس ټولې بېکاره دي او د طالبانو له راتګ سره هیڅ یوه یې بېرته خپلو دندو ته نه ده ورګرځیدلي.

نادیه باوري چې د خوست په ولایت مقام کې یې په درېیم بست کې دنده ترسره کوله اوس پر کور ده.

باوري دویچه ویله ته وویل، چې د ازاد رقابت له لارې یې دنده ترلاسه کړې وه او په ډېره لېوالتیا او بریالۍ توګه یې د ښځو ستوونزو ته رسیده ګي کوله.

هغه د بیکارۍ له امله د اقتصادي ستوونزو یادونه کوي او له طالبانو غواړي چې د دې په ګډون پخوانیو ښځینه کارکوونکو ته دې کار ورکړي.

باوري وویل: «زه په ولایت مقام کې په درېیم بست کې وم، ازموینه اخیستل شوې وه، په وړتیا ورته کامیابه شوې وم. له کومې ورځې چې اسلامي امارات راغلی موږ پر کور ناستې یو. موږ د دندو په برخه کې د امارات او نړیوالې ټولنې پاملرنه غواړو، ځکه زموږ په ګډون ډيرې چې مخکې یې دندې لرلې، د کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري.»

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال او د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د ښځو له پاره به ټول شرعي حقونه خوندي وي.


Griechenland | Geflüchtete Frauen aus Afghanistan in Athen
انځور زموږ له آرشیف څخه انځور: Petros Giannakouris/AP Photo/picture alliance

نوموړي دویچه ویله ته وویل، ښځې اسلامي شرایطو ته په پام سره دندو ته دوام ورکولی شي، چې په دې برخه کې یو شمېر ښځې چې په ټولنه کې ورته اړتیا وه راستنې شوې دي او ځينې یې چې پر کور دې د هغوی معاشونه نه دي قطع شوې.

هغه وایي: «د هغو ښځو له پاره چې کار یې کاوه او اوس د ځينو معذرتونو له وجې پر کور دي، هغوی ته معاشونه نه دي قطع شوې هغو ته معاشونه ورکول کیږي او ډېرې ښځې بېرته خپلو دندو ته راستنې شوې دي، د روغتيا په برخه کې د پولیسو په برخه کې او ځینو نورو اړینو برخو کې چې هلته ښځو ته اړتیا ده او د ټولنې ضرورت دی، هلته د فعالیت اجازه ورکړل شوې ده، البته یوه خبره ده چې ښځې به په اسلامي شرایطو سره خپلو دندو ته راځي.»

د طالبانو ویاند زیاتوي، اسلامي امارت د ښځو د کار مانع نه دی او ټولې ښځینه کارکوونکي چې په ټولنه کې ورته اړتیا وي، هغوی به بېرته دندو ته راستانیږي او د اسلامي شرایطر سره سم به ورته د کارکولو زمینه برابریږي.