خليلزاد: د عسکرو د اخراج نه بلکه د سولې هوکړه غواړو
۱۳۹۸ مرداد ۱۲, شنبهله کابل څخه د رويټرز خبري آژانس په حواله، لوړ پوړو چارواکو تمه ښکاره کړې چې د امريکا متحده ايالاتو او طالبانو تر منځ د خبرو اترو د اتم پړاو په پای کې به په افغانستان کې د سولې او له دغه هيواده د بهرنيو ځواکونو پر وتلو توافق ترسره شي.
تر دې څو ساعته وړاندې افغانستان له پاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړې استاځي زلمي خليلزاد پر خپل ټويټري پيغام کې ليکلي «طالبان غواړي تر څو يوه موافقه پای ته ورسوي. موږ د يو ښه تړون تر سره کيدو له پاره چمتو يو.»
خليلزاد دغه راز په يو بل ټويټري پیغام کې ويلي چې «تازه طالبانو سره د مذاکراتو د ادامې په موخه« دوحې ته رسيدلی دی. خليزاد په دغه پيغام کې زياته کړې: «موږ د سولې مذاکرات تعقيبوو نه د ځواکونو د وتلو. د سولې توافق د اخراج امکان رامنځ ته کوي. په افغانستان کې زموږ شتون د شرايطو پر اساس دی او هر ډول اخراج هم د شرايطو پر اساس کيږي.»
په قطر کې د طالبانو او امريکا تر منځ د افغان سولې په اړه مذاکرات په داسې حال کې يو تود پړاو ته رسيدلي چې تازه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي نمايندګۍ په افغان جګړو کې د ملکيانو د لوړو تلفاتو رپوټ خپور کړی او په عين وخت کې د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو له پاره د نوماندانو کمپاينونه روان دي.